لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې داعش ۱۰زره تندلاري لري، روس


د روس د اټکل ترمخه دا وخت په افغانستان کې داعش ۱۰ زره تندلاري او دغه شمېره نوره سېوا کيږي ځکه چې د شام او عراق نه په تېښته تندلاري هم دغه جنګ ځپلي هېواد ته را روان دي.

د روس رسنيو په افغانستان کې د روسي صدر د ځانګړي استازي ضميرکوبلووف له قوله ويلي،د شمالي افغانستان تاجکستان او ترکمانستان سره په پوله پرتو صوبو کې د داعش په سېوا کېدو ماسکو په ويره کې ده.

کوبلووف خبري ادارې ته ويلي، "روس به لمړی هېواد وي چې په افغانستان کې د داعش په راولاړېدو خبرداری ورکوي، داعش په وروستیو کې دغلته خپل قوت سېوا کړی او زمونږ د اټکل ترمخه په افعانستان کې د داعش تندلارو شمېره ۱۰ زرو ته رسېدلې او نوره سېوا کيږي او دوي د شام او عراق نه راروان دي".

د روس سفير تور لګولی داسې هيلي کاپټرې چې پېژندګلو يې نه کيږي دا تندلاري وسله وال انتقالوي او دوي ته وسله رسوي.

هغه ويلي ماسکو وخت په وخت د ملګرو ملتونو او نېټو سره دغه مسله راپورته کړې خو دوي ته پاک ځواب نه دی ويل شوی.

د کوبلووف په وېنا په جوزجان او سري پل ولايتونو کې په ځانګړي ډول د داعش اندېښنه ده ځکه چې هلته ځايي خلکو په داعش کې د الجيريا او فرانس جنګيالي ليدلي دي او دوي غواړي چې خپل اثر تر جنوبي روس او منځني اسيا پورې وغځوي.

کوبلووف ویلي، "مونږ پرله پسې خپلو نېټو همکارانو ته په دغه اړوند څو ځله ويلي څوک چې د افغانستان هوايي حدونه قابو کوي خو مونږ ته تراوسه ځواب نه دی راکړی شوی".

خو بل لور ته په افغانستان کې د امريکا او نېټو ځواکونه تور لګوي چې روس په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي.

افغان چاوراکي دغه اندېښنې ردوي چې داعش او ملاتړو يې په افغانستان کې ځان مظبوط کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري تېره اوونۍ ويلي چې په تېرو نهو مياشتو کې د امريکايي هوايي بريدونو په مرسته افغانستان کې د داعش ۱۶۰۰ تندلاري وژل شوي دي.

داعش په کال ۲۰۱۵م کې ختيځ افغانستان کې سر راپورته کړی او د امريکايي شمېرو ترمخه ۳۰۰۰ تندلاري ورسره وو.

امريکايي چارواکو د افغان ځواکونو په مرسته د داعش په ضد عملیات دوامداره ساتلي ترهګره ډله يې د فشار لاندې راوستې او په هغو سيمو کې چې دوي موجود وو درېمه برخه يې ترې پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG