لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: چاؤدنه کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي


د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په غلام خان تحصيل کې يو ماين چاؤدنه کې د ملېشې لږ تر لږه درې عسکر وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان پوليټيکل انتظامیې پخلی کړی چې د غلام خان تحصيل په سيدګي سيمه کې نن د يکشنبې، اتوار په سهار يوه ماين چاؤدنه شوې اود ملېشې درې سرتيري پکې وژل شوي دي.

د پوليټيکل انتظاميې په وېنا سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او علاقه يې په ګېره کې اخستې ده، چارواکو ويلي نور تفصيل به وروستو شريک کړي.

په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې هم د شمالي وزيرستان په همزوني علاقه کې د نامالومو وسله والو په برید کې د پوځ د يو افسر په ګډون دوه سرتيري وژل شوي او دهغې وروستو په سيمه کې بيا د يوې اوونۍ پورې ګرزبندېز لګول شوی ؤ.

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سیمه شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو تندلارو په ضد پوځي عمليات شوي او پوځ بیا ادعا کړې وه چې سيمه کې امنيت په ځای کړی خو دغلته وخت په وخت بيا هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کیږي.

XS
SM
MD
LG