لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ هېرې کړی شوي، رضارباني


د امريکې لخوا پاکستان ته د دې ګواښ چې که چري د ترهګرۍ په ضد کوټلي ګامونه پورته نه کړي نو ډېر څه به وبايلي، په ځواب کې پاکستان ويلي چې "يو خپلواکه هېواد دی او د هر چا لخوا د نوټس يا خبرداري عادت نه لري".

د پاکستان دغه ځواب نن د برني اېوان (سېنېټ )چيئرمېن رضا رباني ويلی دي.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ له امله رامنځته شوؤ ستونزو او سيمه یيزو اړيکو دپاره د شپږو هېوادونو د پارليماني مشرانو (اسپيکرانو) غونډه رابلل شوې چې نن د اتوار، يکشنبې په ورځ يې پېل شوی دی.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر ایاز صادق رابللي دې کانفرنس کې د روس، چين، ايران، ترکي او افغانستان اسپيکران ګډون کوي.

د پارليماني مشرانو غونډې ته په وېنا کې د سېنېټ چيئرمېن د امريکا د مرستيال صدر مايک پېنس د پاکستان په اړوند بيان ته سخت غبرګون وويلو چې امریکا د خپلو ناکاميو زمه وار پاکستان ګڼي او د ترهګرۍ په ضد يې د پاکستان قربانۍ هېرې کړي دي.

د سېنېټ چيئرمېن دغه بيان په داسې حال کې ورکړی چې د زیارت، پنجشنبې په ماښام د باګرام په پوځي اډه امریکايي سرتېرو ته په وېنا کې د امریکې مرستيال صدر مايک پېنس ويلي ؤ، " صدر ټرمپ خبرداری ورکړی که پاکستان د امريکې سره همکاري نه کوي، او څنګ چې صدر ټرمپ وايي زه هم وايم پاکستان به د ترهرګرو او جنايت کارو په ساتلو ډېر څه د لاسه ورکړي".

د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر ایاز صادق غونډې ته په وېنا کې وويل، د ۱۱/۹ نه وروستو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان ته د ۱۲۰ اربه ډالرو تاوان اوختی دی.

د افغانستان د پارليمان سپيکر عبدالروف ابراهيمي په خپله وينا کې وويل، په ښکاره خو وسله وال په افغانستان کې د اسلام په نوم جګړه کوي خو ټول عملونه يې د اسلام پرضد دي.

د روس د پارلیمان اسپيکر په خپله وېنا کې وويل د تندروه ډلې داعش ترهګر د شام نه افغانستان او منځنۍ اسيا ته په رالېږلو اندېښنه څرګنده کړه او د داعش په ضد يې د سيمې په هېوادونو د رابطې غږ وکړو.

د دوه ورځنۍ غونډې په وړومبي پړاؤ کې به د ترهګرۍ د خاتمې دپاره د ستراتيژۍ جوړولو په اړوند د پارليمان په کردار خبرې کيږي او په دوېم پړاؤ کې به د هېوادونو ترمنځ په اړيکو سېوا کولو خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG