لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو نوم نه دی اخستی


وزيراعظم ويل د فاټا اصلاحات په وروستي پړاؤ کې دي او په څو ورځوکې به عملي کړی شي.
وزيراعظم ويل د فاټا اصلاحات په وروستي پړاؤ کې دي او په څو ورځوکې به عملي کړی شي.

د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي د قبايلي سيمې فاټا اصلاحات په وروستي پړاؤ کې دي او په څو ورځو کې به عملي شي خو دا يې نه دي ويلي چې فاټا به په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړی شي.

وزيراعظم نن د دوشنبې، ګل په ورځ د قبايلي سيمې خېبرايجنسۍ جمرود علاقې ته ورغلی او جمرود سپورټس کمپليکس کې يې د ځوانانو د لوبو د مېلې پرانسته کړې ده.

ښاغلي عباسي په دغه مهال راجوړې دستورې په خپله وېنا کې وويل حکومت يې د مرکز د انتظام لاندې قبايلي سیمو دپاره ژمن دی چې د نور هېواد د خلکو د پرمختګ په رنګ اسانتياوې د فاټا خلکو او ځوانانو ته هم برابرې کړي.

هغه وويل د فاټا قامي چوکاټ ته راوستو مامله اوس د میاشتو نا بلکې د ورځو خبره ده.

هغه زياته کړه ځيني سياسي خلک د فاټا اصلاحاتو ته سياسي رنګ ورکول غواړي او د ۲۰۱۸م کال په عامو انتخاباتو کې پرې ووټونه اخستل غواړي.

وزيراعظم ويل د فاټا اصلاحات په وروستي پړاؤ کې دي او په څو ورځوکې به عملي کړی شي.

خو ښاغلي عباسي دا ونه ويل چې فاټا به په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړی شي.

د دې ترڅنګ د سيمې نه د پارلیمان غړي شاه جي ګل چې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو دپاره مبارزه کوي هغه هم وزيراعظم ته د هرکلي په خبرو کې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو يادګېرنه ونه وکړه.

وزيراعظم سره د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال او د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجګړا ترڅنګ ځینې نور لوړ پوړي چارواکي هم د جمرود سپورټس کمپليکس ته ورغلي وو.

د فاټا پارليماني غړي، زياتره سياسي او مذهبي ګوندونه او د سيمې زیاتره خلک غواړي چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډه کړی شي.

خو د مسلم ليګ ن ګوند د مرکزي حکومت دوه اتحاديان پښتون ملت پاله مشر محمود خان اچکزۍ مولانا فضل الرحمان وايي د سيمې د راتلونکې په اړوند پرېکړه دې د رېفرنډم د لارې د فاټا د خلکو نه په پوښتنه وشي.

د فاټا اصلاحاتو په اړوند حکومت د تېرې يوې مودې نه نېټې ټاکي چې ډېر زر به اصلاحات عملي کړي خو تراوسه په دغه کار کې پاتې راغلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG