لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو تاريخي پرېکړه تاييد شوې ده


د وزیراعظم په مشرۍ تېره اوونۍ په ترسره شوې غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې د کال ۲۰۱۸م په جولايۍ کې کېدونکو عامو انتخاباتو کې به د فاټا نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې ۲۳ ممبران وي.
د وزیراعظم په مشرۍ تېره اوونۍ په ترسره شوې غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې د کال ۲۰۱۸م په جولايۍ کې کېدونکو عامو انتخاباتو کې به د فاټا نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې ۲۳ ممبران وي.

د قبايلي سيمې فاټا اصلاحاتو عملي کولو يوې لوړ پوړې کمېټۍ د سیمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډول تاييد کړي او صلاح شوې چې اسلام اباد په دغه اړوند پاليسي بيان ورکړي، دا خبره ډان ورځپاڼې د کمېټۍ په ناسته کې د ګډون والو دوه غړو د خلې کړې ده.

د وزیراعظم په مشرۍ تېره اوونۍ په ترسره شوې غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې د کال ۲۰۱۸م په جولايۍ کې کېدونکو عامو انتخاباتو کې به د فاټا نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې ۲۳ ممبران وي.

پرون د دوشنبې، ګل په ورځ وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په خېبرايجنسۍ کې ويلي د فاټا اصلاحاتو عملي کېدو کې اوس مياشتې نا ورځې پاتې دي.

خو نوموړي په خپلو خبرو کې د فاټا قامي چوکاټ ته راوستو کومه نېټه نه ده ښودلې او نه يې دا ويلي چې سيمه به په خېبرپښتونخوا کې شامله کړی شي.

د ډان د راپور ترمخه په ۱۸م دسمبر د فاټا اصلاحاتو عملي کېدو په اړوند د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېدباجوه، د سېفران وزیر قادربلوچ، خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا، وزيراعلی پروېزخټک د فاټا اصلاحاتو د کمېټۍ مشر سرتاج عزيز او نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی ؤ.

د يادې غونډې په اړوند چې بيان نه دی ورکړی شوی پکې دا پرېکړه هم شوې چې د اېف سي ار قانون لانجمنې مادې به لرې کولی شي او په سيمه کې د بشپړ عدالتي نظام په ځای کېدو پورې به دغه قانون روان وي.

د دغه ناستې درې ورځې وروستو شاهدخاقان عباسي د پخواني وزيراعظم نوازشريف سره په جاتي امرا کې ليدلي، او له دغې وړاندې يې د پوځ مشر د مولانا فضل الرحمان سره ليدلي ؤ.

د دغه ليدنې په اړوند هم کوم سرکاري بيان مخې ته نه ؤ راغلی خو مولانا ويلي د خبرو عمل به دومداره وساتي.

د مسلم ليګ ن د حکومت اتحاديان د پښتون ملت پاله ګوند مشر محمودخان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو مخالفت کوي او دريځ لري چې د سيمې د راتلونکې پرېکړه دې د ځايي خلکو نه په پوښتنه وشي.

د ډان ترمخه وزيراعظم د فاټا اصلاحاتو اعلان کولو خو مولانا يې د خپل دريځ څخه نه ؤ اړولی.

د فاټا اصلاحاتو د خبرو سره اړونده کسانو ويلي چې د فاټا اصلاحاتو مسوده کې د ۲۰۱۸م کال په عامو انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ برخه جوړېدل او د پېښور هاييکورټ او سپريم کورټ سیمې ته غځول دواړه خبرې يو بل سره تړلې دي.

حکومتي واکمنه ګوند خوشبينه دی چې مولانا به د فاټا په صوبه کې د ورګډولو ملاتړ وکړي خو مولانا ويلي د پېښور هاييکورټ فاټا ته غځېدو باندې رضا نه دی ځکه چې دا په بله معنی فاټا په خېبرپښتونخوا کې ضم کېدل دي.

د راپور ترمخه په ناسته کې په دغه اړوند يوه بله مهمه پرېکړه شوې چې د مشرۍ د اتحاد دپاره د فاټا اډيشنل سيکرټري دفتر ته وړانديز شوی چې د چيف اپرېټنګ افیسر سره يې شامل کړي.

بل لور ته چې مولانا د مخالفت په دريځ ټينګ ولاړ دی د خېبرپښتونخوا حکومت پېښور کې د پوځي مرکز (۱۱ کور) سره د عملي کېدو پلان نزدې بشپړ کړی دی.

يو امنيتي چارواکي ډان ته ويلي چې مسوده تياره ده او په څو ورځو کې به یې د پوځي مرکز جي اېچ کیو سره شريکه کړي.

دغه پلان د خېبرپښتونخوا او د پوځ د (۱۱ کور) ترمنځ په مشورې سره د فاټا اصلاحاتو په اړوند د کابينې د پرېکړې په رڼا کې تیار شوی چې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې په ورګډولوکې قانوني او ائيني مسلې هواروي، د عدالتي، انتظامي ، امنیتي او پرمختيايي نظام ګډولو سره د اصلاحاتو د پېکېج په بشپړه تګلاره د عمل دپاره ضروري خبرې هم پکې شاملي دي.

خو بل لور ته د اصلاحاتو په پلان کې د مالي سرچینو ترلاسه کېدو کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی.

د اکتوبر په میاشت کې وزيراعظم د خزانې وزير ته لارښوونه کړې وه چې د قامی ماليې کمېسون ته د فاټا د لسو کالو دپاره د فنډ وړانديز وکړي.

خو دا چې پاکستان مسلم ليګ ن، پيپلزپارټۍ او پاکستان تحریک په ښکاره د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډول غواړي خو د قامي ماليې کمېسون اېوارډ (اېن اېف سي) کې فاټا ته په درې فيصده برخه ورکولو يې صلاح نه ده راغلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG