لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبیجنګ ناسته کې په طالبانو دخبرو اترو غږ شوی


دچین دبهرنیو چارو وزیر وانګ ژي ویلي سیمه کې دسولې ټینګښت دپاره اړینه ده چې تندلاریتوب له مینځه یوړل شي.
دچین دبهرنیو چارو وزیر وانګ ژي ویلي سیمه کې دسولې ټینګښت دپاره اړینه ده چې تندلاریتوب له مینځه یوړل شي.

دچین په منځګړتوب بیجنګ کې دافغانستان اؤ پاکستان د شوؤ خبرو په مهال افغانستان کې دسولې دټینګښت دپاره طالبانو ته دخبرو اترو بلنه ورکړل شوې اؤ ویل شوي درېواړه هیوادونه به دخبرو لړۍ په وړاندې بوځي.

چین دغه غونډه وروسته له هغې رابللې وه چې په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې زیاتې تاؤژنې شوې اؤ افغانستان کې د کیدونکې ورانکارۍ ټول تورونه کابل په اسلام اباد پورې کړل.

دغه غونډه کې دافغانستان استازیتوب دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ،دپاکستان استازیتوب دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف اؤ دچین استازیتوب دچین دبهرنیو چارو وزیر وانګ ژي کړی.

له غونډې وروسته میډیا ته داحوال تیرؤلو په ترڅ‌ کې دچین دبهرنیو چارو وزیر وانګ ژي ویلي سیمه کې دسولې ټینګښت دپاره اړینه ده چې تندلاریتوب له مینځه یوړل شي.

هغه ویلي په دغه ناسته کې درېواړو هیوادونو په دې خبره یووالی ښودلی چې ترهګري که په هرشکل وي باید مخه یې ونیول شي اؤ دترهګرو په ضد دې پرته له کوم توپیر څخه ګامونه واخستل شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي خواجه اصف خبریالانو ته ویلي په دغه ناسته کې افغانستان کې ددائمي امن دپاره خپلو کې دمرستو سیوا کولو لارې لټول شوي دي.

هغه ویلي پاکستان اؤ افغانستان سیمه کې دامن دپاره دچین دهڅو ستائنه کوي اؤ دچین دپرامنه ګاونډیانو دمفکورې سره همغږي لري.

هغه هیله ښکاره کړې چې پاکستان به افغانستان کې دسولې دټینګښت دپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي خو نه یې ده په ډاګه کړې چې په دغه ناسته کې یې دافغانستان ګیلې مانې له مینځه وړي که نا؟

دامهال کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې یوازې دهاغو ترهګرو په ضد یې ټوپک راخستی چې دپاکستان ګټو ته یې خطر پیښ کړی خو کوم ترهګر چې افغانستان کې په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو بریدونه کوي هغوئ ته هیڅ نه وايي .

خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي اؤ برعکس په افغانستان تورونه لګوي چې خپله خاوره کې یې هاغه ترهګر کښینولي چې دپاکستان په ضد جنګیږي.

دتورو دغه لړۍ ددواړو هیوادونو اړیکې سختې تاؤژنې کړي اؤ اوس چین ددغو دواړو ګاونډي هیوادونو داړیکو عادي کولو دپاره منځګړتوب ته مټې رابډوهلي دي.

دچین دبهرنیو چارو وزیر ویلي هیواد یې دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ خوږې اړیکې غواړي اؤ‌ په دغه لړ کې هر زار مرستې ته تیار دی.
هغه وویل افغان دولت چې خپلو مخالفینو سره دخبرو کومه لړۍ پیل کړې ده چین اؤ پاکستان یې مرسته کوي اؤ طالبان هم باید دامن دعمل په برخې جوړیدو دخبرو میز ته کښیني.

چین دامهال پاکستان اؤ افغانستان کې داربونو ډالرو په لګښت یو شمیر اقتصادي پروژې روانې کړي دي اؤ څیړونکي وایي چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دخرابو اړیکو بدې اغیزې نیغ په نیغه دچین په دغو اقتصادي پروژو کیږي

سږکال دجون په میاشت کې دقزاقستان پلازمینه کې دشنګهایي دهمکاریو دسازمان دترسره شوي سرټولنې په موقعه افغان ولسمشر اشرف غني اؤ دچین صدر شي جین پینګ خپلو کې لیدلي وؤ اؤ دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ یې دکشالو ختمولو په خاطر د درې اړخیزه غونډو په راجوړولو اتفاق کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG