لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اچین:دامریکایي ډرون برید کې ۱۵داعشیان وژل شوي


دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دا مهال داعش په چټکتیا سره خپلې پښې پیاوړې کوي

افغان چارواکي وایي دپاکستان پولې ته څیرمه دداعش په جنګیالو دامریکایې بې پائیلوټه الوتکې په یو برید کې دداعش ۱۵ جنګیالي وژل شوي اؤ دهغوئ وسلې تباه کړی شوي دي.

دننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼي خبریالانو ته ویلي دغه برید تیره ورځ داچین اولسوالۍ په باندر دره سیمه دداعش دوسله والو په یوه ځاله شوی دی.

هغه ویلي په دغه برید کې دداعش ځاله له مینځه وړل شوې اؤ دهغوئ ۱۵ جنګیالي وژل شوي دي.

اچین دافغانستان دختیز ولایت هاغه اولسوالي ده چې دپاکستان پولې سره نزدې موقعیت لري اؤ دغلته ترهګرې ډلې داعش خپل مضبوط مرکزونه جوړ کړي دي.

د روان کال د اپریل په میاشت کې امریکایي ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې دداعش په جنګیالو دنړۍ تر ټولو ستر بم (دبمونو مور)هم غورځولی ؤ.

په دغه بمي برید کې دداعش ګڼ شمیر مهم کمانډران اؤ بهرني جنګیالي وژل شوي وؤ.

دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دا مهال داعش په چټکتیا سره خپلې پښې پیاوړې کوي اؤ په ننګرهار کې یې یو شمیر سیمې دخپل کنټرول دلاندې هم راوستي دي.

دافغانستان اولسمشر ښاغلی اشرف غني وایي دا مهال په افغانستان کې دا مهال لږ ترلږه ۲۱ ترهګرې ډلې په ورانکارۍ بوختې دي اؤ افغان ځواکونه په مړانې سره ددغو ورانکارو ډلو مقابله کوي.

XS
SM
MD
LG