لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرمه ايجنسۍ کې ډرون بريد دوه مشکوک ترهګر وژلي


افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سیمه کرمه ايجنسۍ کې امريکايي بې پايلټه ډرون بريد يو موټر په نخښه کړی دی.

يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ډيوه رېډيو سره خبرو کې پخلی کړی چې په موټر دوه ميزايلې داغل شوي او د جميع الدين په نوم د حقاني شبکې کمانډر پکې سره د ډرائيوره وژل شوی دی.

چارواکي ويلي چې بريد د افغانستان سره په پوله پرته غوزګړي علاقه کې شوی دی.

يو بل امنيتي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په سر ويلي تازه ترسره شوی ډرون بريد په سيمه کې پاکستاني امنیتي چېک پوستې ته نزدې يو کلوميټر فاصله کې شوی دی، هغه ويلي د وژل شوؤ دوه تنو سره درې نور ژوبل شوي هم دي.

هغه دا هم وويل که څه هم دغه بريد د پاکستان لوري ته شوی خو په برید کې د وژل شوؤ تعلق د افغانستان سره دی، او د بريد وروستو وسله والو خپل مړي او ژوبل سمبال کړي دي.

ځايي خلکو هم ويلي چې د متاسنګر په علاقه کې په روډ د پاسه روان موټر په ډرون بريد کې په نخښه شوی دی.

دغه سيمه چې ډرون برید پکې شوی ويل کيږي دغلته حقاني شبکه خوندي ځالې لري.

پاکستان په رسمي ډول د ډرون برید په اړه کوم بيان نه دی ورکړی.

خو ځايي ميډيا د سرچينو له خلې هم دغه خبر ورکړی چې د پاکستان او افغانستان په پوله ډرون بريد شوی او دوه تنه پکې وژل شوي دي.

د تېرې مياشتې په وروستيو کې هم د کرمې په غوزګړۍ علاقه کې ډرون بريد شوی او د حقاني شبکې د درېو ترهګرو د وژل کېدو پکې ويل شوي وو.

د دغه بريد په اړه هم داسې ويل شوي ؤ چې دا د پولې نه پورې غاړې افغانستان لوري ته شوی دی.

د روان کال اکتوبر په میاشت کې هم په غوزګړي کې د ډرون بريد خبر ورکړی شوی ؤ خو وروستو د پاکستان پوځ ویلي ؤ نه خو په کرمه کې ډرون بريد شوی او نه د پاکستان د هوايي حدودو سرغړونه شوې ده.

د اکتوبر په میاشت کې شوي ډرون برید کې د حقاني شبکې د ۲۳ نه تر ۳۰ پورې مشکوکو ترهګرو د وژل کېدو ویل شوي وو.

دا تازه بريدونه په داسې حال کې کيږي چې د اګست په میاشت کې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره اعلان کړې خپله تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره يې ترهګرو ته پناه ورکړې ده او امريکا به په دغسې کېدو نوره غلې پاتې نشي.

نوموړي روانه میاشت هم په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاروه د موجود ترهګرو په ضد غوڅ عمليات وکړي.

د صدر ټرمپ د بيان وروستو د امریکا مرستیال صدر مايک پنس څلور ورځې وړاندې د افغانستان د سفر په مهال د باګرام په هوايي پوځي اډه امريکايي سرتېرو ته په وېنا کې ویلي ؤ، هغه هم د صدر ټرمپ په رنګ پاکستان ته خبرداری ورکوي که پاکستان د امریکا مرسته نه کوي او ترهګر ،جنايت کار ساتي نو ډېر څه به د لاسه ورکړي.

افغانستان او امريکا تور لګوي پاکستان حقاني شبکې ته په خپله خاروه پناه ورکړې او د دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي امريکا سره يي د ترهګرۍ په ضد روانه مبارزه کې کمک کړی دی.

XS
SM
MD
LG