لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د کلبهوشن يادېو مور او ښځه ځورولي، هند


د کلبهوشن يادېو مور او ښځه د دوشنبې په ورځ پاکستان ته راغلې وې او هغه سره یې ليدلي وو.
د کلبهوشن يادېو مور او ښځه د دوشنبې په ورځ پاکستان ته راغلې وې او هغه سره یې ليدلي وو.

هند په پاکستان تور لګولی چې د جاسوسۍ په تور بندي هندي کلبهوشن يادېو ليدنې له ورغلې د هغه مور او ښځه يې ځورولي دي، خو پاکستان د هند د تورونو رد کړی دی.

د هند د بهرنو چارو وزارت وياند روېش کمار ويلي چې دغه ليدنه د ويرې په ماحول کې شوې او د ليدنې په اړه د دواړو ملکونو ترمنځ د شوؤ خبرو ٍيا قاعدې سرغړونه پکې شوې ده.

د کلبهوشن يادېو مور او ښځه د دوشنبې په ورځ پاکستان ته راغلې وې او هغه سره یې ليدلي وو.

کمار تور لګولی کلبهوشن ته د وړاندې نه ويل شوي ؤ چې هغه به څه خبرې کوي او د ليدنې په مهال د هغه په ظاهري شکل وصورت باور نشي کېدی په دې ډېرې پوښتنې راولاړيږي.

هغه دا هم ويلي چې د امنيت په نوم د هغه د کورنۍ مذهبي او کلتوري جذبات ځورول شوي دي، د هغو نه منګل سوتر، بندۍ او بنګړي ويستل شوي او جامې پرې بدل کړی شوي دي.

هغه ويلي د پاکستان رسنۍ هغو ته نزدې پرېښودل شوي او هغو تنګې کړي دي خو په سفارتي کچ دا ټاکل شوې وه چې خبريالان به هغو ته نزدې نه پرېښودل کیږي.

کمار زیاته کړې چې هغو ته په خپله مورنۍ ژبه کې د خبرو اجازه نه ده ورکړی شوې او د ستنېدو په وخت د کلبهوشن ښځې ته د هغې پېزار هم بيرته نه دی ورکړی شوی.

پاکستاني رسنیو داسې خبرونه خپاره کړي چې د کلبهوشن د ښځې په بوټانو کې کومه مشکوک اله لګول شوې وه.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنو چارو دفتر ویاند ډاکټر محمدفېصل د هند تورونه رد کړي او ويلي يې دي که د هند تورونه سنجيده وی نو مېلمنو او د هند ډپټي مرستيال کمشنر به د رسنیو په وړاندې د هغو څرګندونه کړې وه.

هغه ويلي بې اساسه لفظي جګړه کې نه پرېووځي.

هغه دا هم ويلي د کلبهوشن مور د پاکستان مننه کړې چې د انساني خواخوږۍ په اساس يې دغه ليدنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG