لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لایبیریا کې د ولسمشرۍ دوهم دور ټاکنې ترسره شوې


په لایبیریا کې خلکو د خپل نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د ولسمشرۍ په دوهم دور ټاکنو کې د سې شنبې په ورځ رایه ورکړه.

اوس رایه ورکونکي د ټاکنو پایلو ته په تمه دي کومې به چې ښايي څو ورځې وخت ونیسي.

د فوټبال پخوانی ستوری جیورج وي او د ولسمشر مرستیال جوزیف بوکې پدغو ټاکنو کې سیالي کوي چې د تلونکي ولسمشر ایلن جانسن ځای ونیسي.

ایلن جانسن دوه دورې د لایبیریا ولسمشري وکړه او د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې دریم ځل ولسمشرۍ لپاره نه شي درېدلای.

که چېرې د ټاکنو پایلې په ارامه سره ومنل شي نو دا به په تېرو ۷۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د واک سولیز لېږد ته لاره هواره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG