لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند وايي، پاکستان د کلبوشن یادیو کورنۍ ځورولې ده


هند په پاکستان باندې تور ولګاوه چې د کلبوشن یادیو کورنۍ یې هغه مهال چې ورته له یادوف سره د لیده کاتو اجازه ورکړل شوه ځورولې ده.

پاکستاني چارواکو د یادیو ښځې او مور ته اجازه ورکړه چې د دوشنبې په ورځ ورسره وګوري او ویلي یې دي چې دا کار یې د انسانیت له مخې کړی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا لیدنه کتنه د ویرې او ګواښونو په فضا کې ترسره شوېده.

پاکستاني چارواکو بیا د یادیو هغه ویډیو خپره کړېده چې له مخکې یې ثبت کړې وه.

پدغې ویډیو کې یادیو له پاکستاني چارواکو څخه له دې امله مننه کړې چې له ده سره یې ښه چلند کړی او له کورنۍ سره یې ورته د لیده کاتو زمینه برابره کړېده.

دا د یادیو له نیول کېدو راوروسته له خپلې کورنۍ سره د هغه لومړنۍ لیدنه وه.

یادوف په تېر مارچ کې هغه مهال ونیول شو کله چې په جعلي اسنادو له ایران څخه د پاکستان خاورې ته ننوتو.

یوې پوځي محکمې بیا وروسته په اپریل کې یادیو ته د مرګ سزا واوروله.

محکمې ویلي وه چې یادیو د هند د سمندري ځواکونو یو افسر دی چې هند ته یې جاسوسي کوله او په پاکستان کې یې یوه خونړۍ ترهګره شبکه چلوله.

XS
SM
MD
LG