لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوریې جګړه ځپلي خلک له خیراتي کمپلو ژمنۍ جامې جوړوي


د سوریې په حولا ښار کې د درزیانو یا خیاطانو په دوکانونو یا هټیو کې هغه جاکټونه خرڅېږي کوم چې د ملګرملتونو لخوا د ورکړل شویو خیراتي کمپلو څخه جوړیږي.

د حولا سیمه د کلونو راهیسې د جګړو له امله کلابنده وه. خواړه، د سون توکي، درمل او جامې په سختۍ سره خلکو ته رسېدلې.

د ابو خضدر په نامه یو درزي وايي، له خیراتي کمپلو څخه د جاکټونو د جوړېدو نظریه ورته د خپلو هغو مشتریانو لخوا ورکړل شوېده چې د ژمي ارزانه جامو ته یې اړتیا وه.

(د تېرو څو کلونو په موده کې ژوند ډیر زیات سخت شوی. خلک ماته کمپلې راوړي چې ورڅخه ورته جامې جوړې کړم. ځینې ترې جاکټونه، ځینې دستکشې او ځینې پجامې جوړوي. خلک راځي په څلورو ډالرو د ژمي اړینې ګرمې جامې رانیسي.)

خضدر وړاندې وویل، خلک ورته هغه کمپلې راوړي چې د ملګروملتونو لخوا ورته د مرستې په توګه ورکړل شوې وې او مونږ ورڅخه په نهه لس ډالرو ټولې کورنۍ ته ژمنۍ جامې جوړو.

په دغه ښار کې نور درزیان هم له کمپلو څخه د ژمي ډول ډول جامې جوړوي او خلک یې بیا په ډیرې خوښۍ سره اغوندي.

ددغه ښار یو اسېدونکی ابو ابراهیم وايي، دوی څه وکړي، مجبور دی، بله لاره نه لری.

(دوی مونږ ته د خوب لپاره کمپلې راکړي چې یواځې د شپې ترې ګټه اخیستل کیږي. مونږ نو ټوله ورځ څه وکړو. خلک نه د سون توکي رانیولی شی او نه هم نور څه. خلک مجبور دي چې دوی ته له ورکړل شویو کمپلو څخه ژمنۍ جامۍ جوړې کړي او شپه او ورځ یې واغوندي.)

دا به هغه څه نه وي چې مرستندویانو يې تمه درلوده خو د سوریې د خلکو له دې هوښیارتیا سره به له کمپلو په هغه ډول او هغه ځای کې کار واخیستل شي چې ورته اړتیا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG