لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: ځانمرګي بريد کې ۴۰ تنه وژل شوي


افغان چارواکو ويلي د پلازمينې کابل په پُل سوخته سيمه کې د شيعه مسلمانانو په تبيان مرکز باندې يو ځانمرګي بريد کې ۴۰ تنه وژل شوي او د ۳۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي ځينې راپورونه وايي بريد د يوې خبري ادارې په دفتر شوی دی.

د کورنو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وایس اف امريکا سره په خبرو کې پخلی کړی چې د تبيان مرکز ځانمرګي بريد کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

نوموړي په بريد کې د وژنو د شمېرې سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او ويلي يې دي د ځانمرګي بريد وروستو د بمونو دوه چاؤدنې هم شوي دي خو مرګ ژوبله ځانمرګي اړولې ده.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د شيعه مسلمانانوتبيان ټولنيز او کلتوري مرکز دی چې ځانمرګي بريد پرې شوی دی.

طالبانو ویلي بريد سره دوي کوم تړاؤ نه لري.

خو له دې وړاندې په شيعه مسلمانانو د بريدونو زمه وارۍ داعش ډلې منلې دي.

د کورنو چارو د وزارت ویاند له دې وړاندې ويلي ؤ، د مرګ ژوبلې کره مالومات نه لري خو ويلي يې چاؤدنه په يوه مدرسه شوې ده.

رحیمې ويلي دغلته يوه مدرسه ده او د (اوا) خبري ادارې دفتر هم دی.

د صدای افغان (اوا) خبري ادارې سيدحسن حسېني امريکا غږ ته ويلي ، ځانمرګی بريد د صدای افغان په دفتر شوی دغلته د محصلينو يوه ناسته وه ځانمرګی د محصل په شکل کې راغلی ځانته يې چاؤدنه ورکړې او زیات محصلين يې وژلي دي.

اوا خبري ادارې ويلي په بريد کې د کارکوونکو ترڅنګ ۳۰ وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG