لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دافغانستان۱۹کلنې دکرکټ لوبډلې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه


ټاکل شوې ده چې د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ څو ورځې وروسته په نيوزيلينډ کې پيل شي.

د افغانستان ١٩ کلنې ملي لوبـډلې د نړيوال جام په یو دوستانه میچ کې د نيوزيلينډ يوې ځايي لوبـډلې ته ماتې ورکړه.

د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام د ۲۰۱۸ کال د جنوري په دیارلسمه نیټه په نیوزیلند کې پیل کیږي، چې په کې شپاړس هیوادونه برخه لري.

دافغانستان دکرکټ ١٩ کلنه ملي لوبډله ددوستانه سياليو په موخه لا د مخه دغه هېواد ته رسېدلې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، افغان لوبډلې ته د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام کې د ښې لوبې کولو په موخه هراړخیزه روزنه ورکړل شوې ده.

د کرکټ ملي ١٩ کلنې لوبډلې نن په يوه تمريناتي دوستانه لوبه کې د نيوزيلينډ لوبډلې ته د پنځو منډو په توپير سره ماتې ورکړه.

د نيوزيلينډ يادې لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٦٤ منـډې جوړې کړې، د افغانستان له لوري نوين الحق، مجيب ځدراڼ او بهير پکتين دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

خو د باران په وجه د کرکټ د قوانينو له مخې افغانستان ته په ٤٦ اورونو کې د ٢٣٠ منډو هدف ورکړل شو چې افغانستان د دريوؤ لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان ١٩ کلنو له لوري بهير محبوب په زړه پورې لوبه وکړه او ١٠٥ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې، دغه زار ابراهيم ځدراڼ ٤٩، درويش رسولي ٤٢ او ناصر وحدت ٢٥ منډې جوړې کړې.

افغانستان د پاکستان، سريلانکا او ایرلیند سره په (D) ګروپ کې ځای لري او خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي عیسوي کال د جنوري په دیارلسمه له پاکستان سره کوي.

افغانستان له دې مخکې د پاکستان نولس کلنې لوبډلې ته په آسیايي جام سیالیو کې سترې ماتې ورکړي او د دغه جام اتلولي یې ګټلې ده.

د افغان نولس کلنو لوبډلې وروستیو لاسته راوړنو ته په کتو تمه کیږي، چې دغه لوبډله به په نړیوال جام کې هم ښه وځلیږي.

اوسمهال ویسټ انډیز د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام اتل دی.

XS
SM
MD
LG