لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږ کال د پښتونخوا او فاټا لپاره د یو تن حج خرڅ ۲۸۰۰۰۰ دی


د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۱۸م کال لپاره په خیبرپښتونخوا او فاټا کې د یو تن د حج خرڅ ۲۸۰۰۰۰ روپۍ ټاکلی دی.

وفاقي وزير د ٢٠١٨م کال د حج د خرڅ يا لګښت تفصيل وړاندې کړ او ویې ويل، چې په نوې پاليسۍ کې به د هېواد د شمالي سیمو يعنې پنجاب او خيبرپښتونخوا د یو تن د حج خرڅ ۲۸۰۰۰۰ روپۍ او د جنوبي سيمو خرڅ به ۲۷۰۰۰۰ روپۍ وي.

د قربانۍ لپاره به هر حاجي ١٣٠٥٠ روپۍ د حج له پېکج نه علاوه جمع کوي.

د نوې اعلان شوې تګلارې له مخې به دا ځل ١٢٠٠٠٠ کسان په سرکاري سکيم او ٥٩٢١٠ کسان په شخصي سکيم کې حج وکړي.

په نوې حج پاليسۍ کې د حج موده هم له ٣٨ ورځو څخه ٣٠ ورځو یا یوې میاشتې ته را کمه کړل شوې ده.

نوې پالیسي وايي هغه کس به هم د حج لپاره په شخصي کوټه (سکیم) کې د درخواست ورکولو اجازه ونه لري، چې په تېرو درو کلونو کې یې حج کړی وي، خو يواځې هغه کس به له دې بندیزه مستثنی وي، چې د خپلې کورنۍ له ښځو سره د حج فریضه ادا کوي.

اسلام اباد کې د حج پاليسۍ د اعلان په مهال د مذهبي چارو مرکزي وزير سردار محمديوسف وويل، د کال ٢٠١٨ د حج کوټه ١٧٩٢١٠ ټاکل شوې ده. ده زیاته کړه چې په سرکاري سکيم کې د حج کوټه نوره هم زیاته کړل شوې او د نوې پاليسۍ له مخې به ١٢٠٠٠٠ او په شخصي سکيم کې به ٥٩٢١٠ عازمين حج ته ځي.

هغه وايي په سرکاري سکيم کې به د حج درخواستونه د جنورۍ له ١٥مې تر ٢٤مې نېټې پورې اخیستل کيږي او د جنورۍ په ٢٦مه به پچه اچول کېږي.

د نوموړي وينا وه چې تر اتيا کالو د زيات عمر کسانو لپاره د مرستیالانو کوټه هم ١٠٠٠٠ ټاکل شوې، خو وایي شرط به دا وي، چې مرستیال کس له حج کوونکي سره د وينې رشته ولري.

په نوې پالیسۍ کې دا پرېکړه هم شوې، چې د کومو کسانو درخواستونه له تېرو درو څلورو کلونو پرله پسې رد کيږي، له هغوی څخه به ١٠٠٠٠کسان د جدا پچې اچولو (قرعه اندازۍ) له لارې ټاکل کېږي.

سردار يوسف وويل، دا ځل به هيڅوک اجازه ونه لري، چې په سرکاري سکيم کې مفت يا وړيا حج وکړي او هغه څوک چې په ژوند کې یې يو ځل په سرکاري سکيم کې حج کړی وي، دویم ځل د حج درخواست نه شي ورکولای.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG