د پاکستان د لومړۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو او بلوڅ ملتپاله اکبر بګټي په وژنه کې ککړ د پاکستان پخواني پوځي امر جنرل مشرف په ضد د (قاتل- قاتل) نعرې یو ځل بیا د سیند به ګړي-خدابخش کې وهل شوې دي.
د دیسمبر په ۲۷مه د بې نظیر بوټو د ۱۰م تلین د لمانځلو په وخت د هغې زوی بلاول بوټو پروېز مشرف د خپلې مور قاتل ګڼلی دی
پخواني وزیراعظم نوازشریف هم دوې ورځې وړاندې په سیاسي قتلونو کې د جنرل مشرف نوم اخیستی او د هغه په مقدمو کې یې د عدالتونو پر سستۍ نیوکې کړې وې
له پاکستانه بهر او د عدالتونونو له خوا مفرور ګرځول شوي پخواني پوځي ولسمشر جنرل مشرف د پیپلز ګوند په غونډه کې د ده لپاره د (قاتل- قاتل) نعرو ته په ځواب کې ویلي:
"کېدای شي په واکمنه ډله یا ایسټېبلشمنټ کې ځینو خپلسره کړیو له وسلوالو طالبانو سره د بې نظیر بوټو په وژنه کې لاس لرلی وي"
پخواني پوځي ولسمشر دا هم ویلي، چې بلاول بوټو که پر هغه د خپلې مور د وژنې تورونه لګوي، نو ثبوت دې ورکړي. ده تور پورې کړی چې بلاول او نوازشریف لاس سره یو کړی، پر ده او پوځ باندې فشار اچول غواړي
د پاکستان عدالت د روان کال په اګست میاشت کې د بې نظیر بوټو د وژنې په مقدمه کې پرېکړه اورولې او پروېز مشرف یې پکې اشتهاري یا مفرور ګرځولی وو.
پروېز مشرف د بلوچستان د ملتپال بلوڅ مشر نواب اکبر بګټی په وژنه هم تورن دی، چې مقدمه یې د بلوچستان په عدالتونو کې پرله پسې څو کاله وچلېده، خو خپله جنرل مشرف ورته حاضر نه شو.
د بلوچستان د ترهګرۍ ضد عدالت تېر کال د دې مقدمې پرېکړه واوروله او پر هغه لګېدلي تورونه یې بې ځایه وبلل، خو د بګټي کورنۍ د عدالت دا پرېکړه غیرعادلانه وبلله او په ترهګرۍ ضد عدالت کې یې چېلنج کړه
پروېز مشرف په دې هم تورن دی چې د پاکستان آیین یې مات کړی او په عدالت کې د هغه په ضد مقدمه روانه ده.
پروېز مشرف په خپلو خبرو کې ویلي، خلک هېواد ته د ده پر بیرته ور ستنېدو اندېښمن او په ویره کې دي، خو وایي دی به په خپل وخت بیرته هېواد ته ځي او په ټولو مقدمو کې به عدالتونو ته مخامخ کېږي