لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انټرنېشنل ختمِ نبوت: په غیرشرعي ډول د ږیرې جوړولو اجازه نشته


د خیبرپښتونخوا په مانسهره کې د "انټرنېشنل ختمِ نبوت" په نامه یوې مذهبي ډلې ځایي نایانو ته خبرداری ورکړی، چې "په غیراسلامي طریقه" دې ږیرې نه جوړوي

دې ډلې یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې پکې د مانسهرې ضلعې نایانو دوکانونو ته خبرداری ورکړل شوی، که په ۱۵ ورځو کې په فیشني طریقه د خلکو د ږیرو له جوړولو لاس وانخلي، نو دوکانونه به یې وتړل شي

په اردو ژبه کې لیکل شوې خبرپاڼه کې په غټو تورو لیکل شوي دي، چې "د ږیرې سپکاوی، بې ادبي او ګستاخي شرعاً جایزه نه ده" او د نایانو په دوکانونو کې هیچاته باید "فرینچ" یا بل طرز ږیره ور جوړه نه کړل شي. د دې خبرپاڼې یوه نمونه یې وي.او.اې ډیوه هم تر لاسه کړې ده.

په خبرپاڼه کې له عامو خلکو هم غوښتل شوي، چې د "ثواب" لپاره په دې کار کې مرسته وکړي او څوک په ډیزاین د ږیرې خرېیلو "فتنې" ته پرې نه ږدي.

د پاکستاني مطبوعاتو له مخې په هزاره ډیویژن کې د دې مذهبي ډلې مشر قاري وسیع الرحمن له رسنیو سره په خبرو کې منلې، چې دا خبرپاڼه د دوی د ټولنې انټرنېشنل ختمِ نبوت له خوا د مانسهرې په اکثرو برخو کې خپره شوې او که څوک ورڅخه سرغړونه وکړي، نو د تاوان ذمه واري یې پر خپله غاړه ده.

قاري وسیع الرحمن دعوه کړې، چې د اوس لپاره یې دا إسلامي امر یواځې په مانسهره ضلع کې عملي کړی، خو وروسته به یې په ټوله صوبه او بیا په ټول هېواد کې نافذ کړي.

قاري وسیع الرحمن دعوه کوي، چې هیڅ حکومتي چارواکي یا پولیس یې د ډلې د دې تګلارې یا مشن په مخ کې خنډ نه دی جوړ کړی، خو د مانسهرې ضلعې سرکاري چارواکو ده خبره رد کړې ده، چې ګوندې هلته دي کومه داسې خبرپاڼه وېشل شوې وي، چې نایان پکې د خلکو د ږیرو له خرېیلو را ګرځول شوي وي.

د انګرېزي ژبې د ورځپاڼې ډان د رپوټ له مخې یوه میاشت مخکې ګڼو خلکو د یو ځایي نایي پر دوکان برید کړی وو، ځکه چې وایي هغه له دې امر څخه سرغړونه کړې وه او خلکو ته یې فیشني ږیرې ور جوړولې. وایي هغه نایي وروسته د انټرنېشنل ختمِ نبوت ډلې له ځایي غړو سره روغه جوړه وکړه

د مانسهرې ضلع نایانو دا خبرپاڼه تایید کړې او ویلي یې دي چې دوی اوس خلکو ته خیالي یا فیشني ږیرې نه ور جوړوي، ځکه چې وایي د نایانو دوه دوکانونه اوس هم له د انټرنېشنل ختمِ نبوت ډلې له امر څخه د سرغړونې په تور تړل شوي دي.

مانسهره د خیبرپښتونخوا په شمال ختیځ کې پرته سیمه ده، چې ابادي یې د ۲۰۱۷م کال د سرشمېرنې له مخې ۱۵۵۶۴۶۰ ده او اوسېدونکي یې اکثر پښتانه دي، خو هلته د پښتو په شمول هندکو او کوهستاني ژبې هم ویل کېږي. مانسهره ضلع په قومي اسمبلۍ کې دوه غړي او په صوبایي اسمبلۍ کې څلور غړي لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان په یوه ښاري سیمه کې نایانو ته خبرداری ورکول کېږي، چې د خلکو ږیرې په نوي طرز او فیشن ونه خرېیي، بلکې تر دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په سوات، د پنجاب په ځینو برخو او د بلوچستان په ځینو سیمو کې نایان له دې کاره را ګرځول شوي وو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG