د افغانستان پلازمينه کابل کې پرون د پنجشنبې، زيارت په ورځ د شيعه مسلمانانو په تبيان فرهنګي مرکز د داعش په بريد کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۸۶ ژوبل شوي وو.
په تبيان مرکز کې د صدای افغان (اوا) خبري ادارې دفتر هم موقعيت لري.
د صحت د عامې روغتيا وياند په بريد کې د ۴۱ تنو د وژنې او ۸۶ د ژوبلېدو پخلی کړی دی، هغه ويلي په وژل شوؤ کې څلور ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.
تندروه ډلې داعش د بريد زمه واري منلې او ويلي يې دي بريد يې د ځانمرګي د لارې کړې او درې بمونه يې هم کارولي دي.
افغانستان کې له دې وړاندې هم د شيعه مسلمانانو د عبادت ځايونه داعش په نخښه کړي دي.
تبيان فرهنګي مرکز باندې داعش دغه برید په داسې حال کې کړی چې هلته يوه ناسته روانه وه.
د فرهنګي مرکز په ودانۍ کې د اوا خبري ادارې دفتر هم موقعيت لري او د دفتر چارواکو ويلي په بريد کې د دوي کارکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوختي ده او يو خبريال يې پکې وژل شوی دی.
غندنه او غبرګون
د افغانستان صدر اشرف غني په تبيان فرهنګي مرکز بريد په سختو ټکو کې يې غندلی دی.
د صدارتي ماڼۍ ارګ څخه په جاري شوي بيان کې ويل شوي، "ترهګر باید پوه شي چې د افغانستان خلک اوس د دښمن د ژورو دسیسو په درک او پوهې، خپل دولت سره په همغږۍ او همکارۍ د دښمن د ټولو موخو او شومو پلانونو پر وړاندې په ګډه ودرېږي او د یووالي او همدلۍ د پیاوړتیا لپاره ترپخوا زیات ژمن دي".
بيان کې ويل شوي د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې ټولې ترهګرې ډلې به د مينځه لرې کړي او امنيتي دفاعي ځواکونه په ټول هېواد کې د ترهګرو په وړاندې په مبارزه بوخت دي.
د امریکا سپينې ماڼۍ هم د زیارت د ورځې د کابل برید غندلی او پېښه کې د مړو ژوبلو سره يې غمرازي او خواخوږي کړې ده.
سپينې ماڼۍ ويلي، " امریکا د افغان اولس او ملي يو والي د حکومت سره د نزدې نه کار کوي چې په دغه بريد کې ککړ د قانون منګولو ته راولي او دښمن به د افغانستان ورانولو او افغان اولس بيلولولو کې کامياب نشي".
افغانستان کې د نېټو ځواکونو ماموريت هم دغه خونړی بريد غندلی دی.
د نېټو ماموريت ويلي، زمونږ شريک دښمن دې پوهه وي چې ګټه به ترلاسه نکړي او افغان اولس به د دوي په وړاندې غلی هم پاتې نشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه مشن(يوناما) هم د بريد غندنه کړې ده.
طالبانو ويلي دغه بريد يې نه دی کړی.