لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهګرۍ پرضد ملګرتيا ته چمتو يوُ خو بايد پاکستان خواهش څرګندکړي، ټېلرسن


د امريکا د بهرنو چارو وزيز رېکس ټېلرسن د خپل پاکستاني سيال خواجه اصف سره
د امريکا د بهرنو چارو وزيز رېکس ټېلرسن د خپل پاکستاني سيال خواجه اصف سره

د امریکا د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن ویلي، امريکا د ترهګرو د پټو ځالو له مينځه وړلو دپاره د پاکستان سره ملګرتيا ته تیاره ده خو پاکستان بايد د دغه خواهش څرګندونه وکړي.

د امريکا نيويارک ټائمز ورځپاڼه کې "زه په خپله سفارتکارۍ وياړم" د سرخط لاندې ليکلي مضمون کې رېکس ټېلرسن ویلي، افغانستان به بیا کله هم د ترهګرو دپاره خوندي ځای جوړ نشي، څنګه چې د ۱۱ستمبر د بريدونو نه وړاندې وو.

هغه ويلي پاکستان بايد په خپله خاوره د ترهګرو ډلو په ضد جګړه کې مرسته وکړي.

ټېلرسن ویلي " مونږ (امريکا) چمتو يُو چې ترهګرو ته د ماتې ورکولو دپاره پاکستان سره ملګرتيا وکړو، خو پاکستان هم بايد د ملګرتیا په اړوند د خواهش څرګندونه وکړي".

هغه زياته کړې د ټرمپ " انتظامیې د سويلي اسيا دپاره د نوې تګلارې پرېکړه چې تمرکز يې افغانستان دی دا د اسلامي ترهګرۍ او تندورۍ د مخنيوي هڅه پياوړي کوي".

د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان او سويلي اسيا دپاره اعلان کړې خپله تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره يې ترهګرو ته پناه ورکړې ده او امريکا به په دغسې کېدو نوره غلې پاتې نشي.

نوموړي روانه میاشت هم په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاروه د موجود ترهګرو په ضد غوڅ عمليات وکړي.

د صدر ټرمپ د بيان وروستو د امریکا مرستیال صدر مايک د روانې میاشتې په ۲۲م نېټه د افغانستان د سفر په مهال د باګرام په پوځي اډه امريکايي عسکرو ته په وېنا کې ویلي ؤ، هغه ورځې نورې لاړې چې پاکستان به طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته اډې ورکولې.

"زه هم د صدر ټرمپ په رنګ پاکستان ته خبرداری ورکوم که پاکستان د امریکا مرسته نه کوي او ترهګر ،جنايت کار ساتي نو ډېر څه به د لاسه ورکړي".

افغانستان او امريکا تور لګوي چې پاکستان حقاني شبکې ته په خپله خاروه پناه ورکړې او د دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد بې توپيره عمليات کړي دي.

د امريکا د تازه څرګندونو وروستو د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور د پنجشنبې، زیارت په ورځ ويلي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډېر تاوان کړی او نور به د بل چا دپاره ونه جنګيږي.

هغه ويلي پاکستان د حقاني شبکې په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو په ضد بې توپيره عمليات کړي دي او امريکا چې اوس په پاکستان کې د يو اړخيزه عملیاتو اشاره کوي، پاکستان غواړي چې ملګرو سره شخړه ونکړي خو په خپله سلامتۍ به هم هیڅ سازباز ونکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG