لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین:سي پیک ته دافغانستان په ورګډؤلو "دریم اړخ" نه دي په نخښه کړل شوی


هند اؤ امریکا دوړاندې څخه دچین په یوه سیمه یوه لار پروژه اعتراضونه راولاړ کړي

چین سپیناوي کړی چې دپاکستان اؤ چین داقتصادي لارې (سي پیک) په پروژه کې دافغانستان ورګډؤلو له امله یا بیجنګ کې دترسره شوؤ درې اړخیزه خبرو دلارې کوم دریم اړخ هدف نه دی ګرځول شوی.

په سي پیک کې دافغانستان ورګډؤلو باندې ځینو نړیوالو مطبوعاتو ویلي وؤ چې له دې لارې به چین منځنۍ ایشیاء ته نور هم وردننه شي اؤ دهند ګټو ته به نقصان ورسیږي.

هند اؤ امریکا دوړاندې څخه دچین په یوه سیمه یوه لار پروژه اعتراضونه راولاړ کړي اؤ ویلي یې دي چې ددغه لارې ځینې برخې دلانجمنو سیمو څخه تیریږي.

خو دچین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې چن ینګ تیره ورځ مطبوعاتو ته ویلي چې په دغه هکله دمنفي نظر ورکولو هیڅ ضرورت نه شته.

هغي وویل “په سي پیک کوم دریم اړخ نه دی نخښه کړل شوی، بلکې دې پروژې نه به دریم اړخ اؤ ټولې سیمې ته ګټې رسیږي”

هغې وویل په دې وروستیو کې چې په بیجنګ کې دچین،افغانستان اؤ پاکستان کومې درې اړخیزه خبرې شوي دي دا لړۍ به نوره هم په مخکې لاړه شي اؤ دغه خبرې به د بهرنیو فشارونو اؤ لاس وهنې څخه ازادي وي.

دسي پیک پروژې افغانستان ته دغځولو په هکله ویاندې وویل افغانستان دچین اؤ پاکستان مهم ګاونډي هیواد دی چې خپله اقتصادي پراختیا اؤ دخلکو دمعاش ګټلو لارې نورې هم پیاوړې کول غواړي.

هغې وویل افغانستان د سیمه ایز پیوستون اؤ دسي پیک منځني چین اؤ دلویدیزې اقتصادي لارې سره په تړلو خپل جغرافیایي ارزښت څخه ګټه اخستل غواړي.

دروان کال داکتوبر په میاشت کې د امریکې ددفاع وزیر جیمز میټس د سینیټ د وسله والو خدماتو کمیټې ته ویلي وؤ چې“دچین دیوې سیمې یوې لار سړک ( چې پکې سیي پیک هم شامل دی ) د لانجمنې سیمې نه تیریږي اؤ زه فکر کووم چې داسې هغوئ پخپله خپله کمزوري ښکاره کوي”

تر دې مهاله پاکستان د سي پیک په هکله د امریکا دریځ ته په رسمي ډول ځواب نه دی ویلی

XS
SM
MD
LG