لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکابل برید نه وروسته دافغان ځواکونو عملیاتو کې ۴۱ ترهګر وژل شوي


ددفاع وزارت وایي افغان ځواکونو ته په دغه عملیاتو کې دهیلي کاپټرو اؤ توپو مرسته هم ترلاسه وه

دافغانستان پلازمینه کابل کې دتیرې ورځې دخونړي ځانمرګي برید نه وروسته ددفاع وزارت ویلي په بیلابیلو ولایتونو کې دترهګرو اؤ جنګیالو په ضد دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې ۴۱ ترهګر وژل شوي اؤ ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

د زیارت په ورځ کابل کې دیوفرهنګي مرکز اؤ خبري شبکې په دفتر شوؤ ځانمرګي بریدونو کې تر۴۰ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ.

ترهګرې ډلې داعش ددغه برید پړه پغاړه اخستې وه اؤ دجمعې په ورځ دافغانستان ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دننګرهار په اچین اؤ ده بالا اولسوالیو کې دداعش دوسله والو په ضد چټک عملیات شوي.

ددفاع وزارت وایي افغان ځواکونو ته په دغه عملیاتو کې دهیلي کاپټرو اؤ توپو مرسته هم ترلاسه وه اؤ دداعش اته جنګیالي یې وژلي دي.

همدغه راز په غزني، میدان وردګو، پکتیکا، کندهار، اروزګان، زابل، فراه، فاریاب او هلمند ولایتونو کې هم دتندروه جنګیالو په ضد عملیات شوي .

ددفاع وزارت په بیان کې دعوه شوې چې په دغو عملیاتو کې ټول په ټوله ۴۱ ترهګر وژل شوي اؤ ۱۷ ژوبل دي خو داعش یا طالبانو ددغو عملیاتو په هکله خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

په افغانستان کې حکومت وخت په وخت پوځي عملیاتو کې مخالفو وسله والو ته ددغسې زیانونو اړولو دعوې کوي خو ددې باوجود هم څیړونکي وایي چې دامهال افغانستان کې په یو شمیر مهمو اولسوالیو طالبانو اؤ دداعش جنګیالو خپل تسلط ټینګ ساتلی دی.

افغان چارواکي تور لګوي چې طالب جنګیالو سره دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس ایي مرستې کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي

XS
SM
MD
LG