لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند کې په یو ځایې درېوؤ طلاقو باندې دبند اؤ جرمانې قانون


ټ دغه مسوده به راتلونکې اوونۍ کې سینټ یعني راجیه سبها ته وړاندې کولی شي

دهند قامي اسمبلۍ دمخالفو ډلو دسخت مخالفت باوجود په یو وخت ښځې ته په دریوؤ طلاقونو ورکولو دسختې سزا قانوني مسوده منظور کړې ده.

ټاکل شوې ده دغه مسوده به راتلونکې اوونۍ کې سینټ یعني راجیه سبها ته وړاندې کولی شي اؤ هلته له منظوریدو وروسته به باقاعده قانوني بڼه ومومي.

په دغه قانوني مسوده کې راغلي چې څوک هم په هند کې خپلې ښځې ته په یو وخت درې طلاقه ورکوي هغه ته به درېوؤ کالو دبند اؤ جرمانې سزاګانې ورکولی شي.

ددغه قانوني مسودې پارلیمان ته د وړاندې کولو نه مخکې دهندي مسلمانانو اکثریت اؤ ستراپوزیشن ګوند کانګریس ددې سخت مخالفت کړي دي .

دهندي مسلمانانو قانوني شورا هم ددغه مسودې سره مخالفت ښودلی ؤ خو دهغې باوجود دقانون وزیر روي شنکرپرساد دغه مسوده پارلیمان ته وړاندې کړل شوې اؤ منظور کړل شوې ده.

دهند دقامي اسمبلۍ یا لوک سبها په پرتله راجیه سبها کې دحکومتي غړو شمیره کمه ده اؤ څیړونکي وایي چې ددغه قانوني مسودې راجهیه سبها نه منظورؤلو کې به حکومت دستونزو سره مخ کیږي.

دقانوني مسودې دمخالفت کولو په وخت د کانګریس ښځینه غړې سشمیتا دیوي ویلي دي چې که دخاوند لخوا ښځې ته په یو وخت درې طلاقه سخت جرم وګڼل شي نو دې سره به دښځې اؤ خاوند ترمینځ دروغې جوړې ټولې لارې وتړل شي.

له دې وړاندې دهند سترې محکمې هم حکومت ته امر کړی ؤ چې د درېوؤ‌ طلاقونو په معامله دې قانون سازي وکړي.

XS
SM
MD
LG