لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ضامن جوړ شي، اسفنديار


د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديارولي خان "د پاکستان، افغانستان او چين ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی کړی خو ويلي يې دي څو پورې چې چين د مينځګړي جوړېدو په ځای ضامن نه وي جوړ شوی" د دواړو هېوادونو ترمنځ " بې باوري نشي ختمېدی".

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديارولي خان "د پاکستان، افغانستان او چين ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی کړی خو ويلي يې دي څو پورې چې چين د مينځګړي جوړېدو په ځای ضامن نه وي جوړ شوی" د دواړو هېوادونو ترمنځ " بې باوري نشي ختمېدی".

د عوامي نيشنل ګوند مشر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې روانه اوونۍ په بيجنګ کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنو چارو د وزیرانو يوه غونډه شوې او په غونډه کې په طالب وسله والو غږ شوی چې د افغان سولې د بهير سره يو ځای شي.

د دې ترڅنګ په غونډه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور د فضا راجوړولو او د درې واړو هېوادونو ترمنځ په امنيتي برخه کې په همکارۍ هم خبرې شوې وې.

د افغانستان او پاکستان اړيکې د تېرې اوږدې مودې نه ترينګلي دي، دواړه هېواد نه په يو بل تورونه لګوي چې خپله خاروه د بل په ضد د ترهګرۍ دپاره کاروي خو دواړه د دغو تورونو رد هم کوي.

اسفنديار ولي خان د جمعې په مازيګر په چارسده کې د خپل ګوند د غړو راجوړې دستورې ته په وېنا کې وويل "پاکستان او افغانستان بايد يو بل سره کښېني د سولې دپاره هڅې وکړي ګنې راتلونکې کې د غټې خطرې سره مخ کېدی شي".

نوموړي اعلان وکړو چې "عوامي نيشنل ګوند به په راتلونکو انتخاباتو کې د چا سره اتحاد ونکړي او د باچاخانۍ د لارې به مېدان ته راووځي".

اسفندیار وويل پنجاب ته دا تاثر ختمول پکار دي چې پاکستان پنجاب دی.

هغه وويل مخکني وزيراعظم نوازشريف چې د دوي سره د سي پېک او فاټا په اړوند کوم لوظونه کړي وو چې په دغه پروژه کې به ترهګرۍ ځپلې سيمې فاټا او څلورو واړو صوبو ته يو شان برخه ورکول کيږي، شاهدخاقان عباسي دې دغه لوظونه وفا کړي ځکه چې نوازشريف د خپلو وعدو نه په شا شوی ؤ.

هغه نيوکه کړې چې مولانا فضل الرحمان او محمودخان اچکزۍ د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو په لار کې خنډ جوړ شوي دي.

عوامي نيشنل ګوند دريځ لري چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګده کړل شي.

اسفنديارولي خان د مذهبي ډلو په جوړ انتخابي اتحاد متحده مجلس عمل باندې هم ټکونه کړي چې دا د شريعت د نفاذ دپاره نه دی د واک ترلاسه کېدو دپاره جوړ شوی دی.

هغه وويل جمعيت علمااسلام (ف ) د مسلم ليګ ن د مرکزي حکومت او جماعت اسلامي په خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف په جولۍ کې ناستې وې اوس چې انتخابات رانزدې شو دوي ته شريعت یاد شو.

نوموړي د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په طرز سياست او خېبرپښتونخوا صوبه کې د هغه په حکومت هم ټکونه کړي دي.

هغه وويل د خېبرپښتونخوا وزيراعلی پروېزخټک دې په خپل ګرېوان کې وګوري چې په کوم حکومت هغه د غبن تورونه لګوي خټک پکې په خپله څلور کاله وزير پاتې شوی دی.

اسفنديار ولي خان د بېت المقدس په اړوند د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ په اعلان او افغانستان دپاره نوې اعلان کړې تګلاره باندې هم نيوکې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG