لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 امريکا- پاکستان ته په امداد ودرولو غور کوي


د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميه په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان د مرستې نه کولو په رويه د ۲۲۵ ملينه ډالرو دمالي امداد په ودرولو غورکوي.

د امريکې نيويارک ټائمز ورځپاڼې ويلي پاکستان د حقاني شبکې هغه تندلاري ته د امريکي د رسايۍ نه بيا بيا انکار کړی څوک چې پاکستاني ځواکونو د کېنېډايي امریکايي ښځې، خاونداو بچو راخوشي کولو په مهال نيولی ؤ.

پاکستاني عسکرو د روان کال اکتوبر په مياشت کې امریکايي ښځه کېټلان کولمين ، د هغې کېنېډايي خاوند جوشوا بوئل او د هغو درې بچي د وسله والو د ولقې څخه راخوشي کړي وو، دغه جوړه د حقاني شبکې په ولقه کې د پينځه ؤ کالو پورې پاتې شوې وه.

د ورځپاڼې د راپور ترمخه پاکستان په عملياتو کې د نيول شوي تن په اړه څه نه دي ویلي خو امريکا ويي د شتون خبره کوي.

ورځپاڼې د يو امریکايي چارواکي د خلې ويلي، د ټرمپ انتظاميه ګڼي چې د دغه نيول شوي تن د لارې د حقاني شبکې نه د نورو امریکايي وګړو په راخوشي کولو کې مرسته ترلاسه کېدی شوه، خو پاکستان د خپل کورني امنيت په خاطر نه غواړي چې هغه ښکاره کړي.

د امریکا صدر ټرمپ په واک کې د راتلو وروستو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان په کردار پوښتنې راپورته کوي.

نوموړی د اګست په میاشت کې د سویلي اسيا اوافغانستان په اړوند اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې چې پاکستان په خپله خاوره ترهګر ساتي او امريکا به نوره په دغسې کولو غلې پاتې نشي.

په وروستيو کې د امریکا مرستيال صدر مايک پېنس هم د افغانستان د سفرپه مهال خبرداری ورکړی ؤ که پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د امريکا مرسته نه کوي نو ډېر څه به د لاسه ورکړي.

د راپور ترمخه د امریکا لخوا پاکستان باندې د بندېزونو په ګواښ تراوسه عمل نه دی شوی خو د ټرمپ د ملي امنيت د شورا په ګډون د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر او سینئر ډايريکټره ليزا کرټس د پاکستان دپاره هاغه نظر نه لري.

د رپورټ ترمخه کرټس د فرورۍ په مياشت کې د پاکستان د پخواني سفير حسېن حقاني سره په ګډه ليکلي راپور کې په پاکستان سختې نیوکې کړې او ويلي يې ؤ که پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د خپلو ژمنو پوره کولو په اړوند ګام نه پورته کوي، صدر ټرمپ ته پکار دي چې د پاکستان د نان نېټو د اتحادي حيثيت ختمولو ګام پورته کړي.

د امريکا د بيا بيا د نور څه کولو(ډومور) د غوښتنې په غبرګون کې د پاکستان د پوځ وياند په وروستيو کې ويلي، اوس وخت راغلی دی چې افغانستان او امريکا دپاره څه وکړي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ويلي امريکا چې پاکستان ته کوم امداد ورکړی هغه د القاعده خلاف د پاکستان سره د امريکا د مرستو په بدل کې دي او که پاکستان يې مرسته نه وی کړی نوامريکا القاعده ته ماتې نشوه ورکولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG