لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان:قبائیلي سیمو نه دې ځانله صوبه جوړه کړی شي


مولانا فضل الرحمان جلسې ته وینا کوي
مولانا فضل الرحمان جلسې ته وینا کوي

دجمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان دحکومت څخه غوښتنه کړې چې دهیواد قبائیلي سیمو ته دې دیوې بئیلې صوبې درجه ورکړل شي.

خو څیړونکي وایي چې قبائیلو دپاره دبیلې صوبې غوښتنه ځکه بې ځایه ده چې دفاټا ټولې ایجنسۍ یو تربله ډیر زیات واټنونه لري اؤ که دا ټولې ایجنسۍ یوه صوبه جوړیږي نو ددارالخلافې پسر به یې جنجالونه راپیداکیږي.

پلازمینه اسلام باد کې یو ستر احتجاجي لاریون ته پخپله وینا کې مولانا فضل الرحمان پوښتنه راولاړه کړې ده چې که ګلګت بلتستان ته خپل حکومت ورکړل کیدی شي نو بیا فاټا ته دصوبایي حکومت نظام ولې نه شي ورکړل کیدی.

دجمعیت علماء اسلام په دغه لاریون کې په زرګونو خلکو برخه لرله اؤ مولانا فضل الرحمان ورته خپله وینا زیاتره په پښتو ژبه کړې ده.

له دې وړاندې په ۱۲م دسمبر هم په دغه مقام دپاکستان یو بل مذهبي ګوند جماعت اسلامي دقبائیلي سیمو خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو په حق کې لاریون کړی ؤ اؤ دحکومت نه یې غوښتنه کړې وه چې قبائیلي سیمې دې دپښتونخوا صوبې برخه جوړه کړل شي.

مولانا فضل الرحمان وویل قبائیل ازاد خلک دي اؤ هغوئ خپله ازاده پیژنګلو په هیڅ قیمت دلاسه ورکول نه غواړي ځکه نو ازاد دې پریښودل شي.

هغه وویل دپاکستان پارلیمان ځواکمنه اداره ده چې په ائین کې دقانون جوړولو اؤ‌بدلولو واک لري خو دهیواد جغرافیایي حدونه نه شي بدلولی.

دقبائیلي سیمو دپارلیمان زیاتره غړي دفاټا خیبرپښتونخوا کې د ورګډؤلو غوښتنې کوي اؤ وایي په موجوده نظام کې قبائیلي اولس دخپلو ټولو جمهوري اؤ‌ائیني حقونو څخه محروم ساتل شوی.

خو مولانا فضل الرحمان فاټا کې داصلاحاتو په پلوي پارلیماني غړو تور ولګولو چې هغوئ دفشار لاندې راغلي خو قبائیلي اولس به کله هم فشار ته غاړه نه ږدي.

دپښتونخوا اولسي تحریک مشر اؤ وتلي څیړنکار ډاکټر سیدعالم محسود وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ویلي چې هرکله دفاټا اولس پخپله غوښتنې کوي چې قبائیلي سیمې دې پښتونخوا کې ورګډې کړل شي نو بیا ولې نور خلک دهغوئ دغوښتنو برخلاف قبائیلو دپاره دخپلې خوښې مطالبې کوي.

هغه وویل د وزیرستان نه تر باجوړ ټولې قبائیلي ایجنسۍ د یو بل سره زیاتې فاصلې لري که چرې فاټا ته دبیلې صوبې حیثیت ورکړل کیږي نو سوال به دا وي چې ددې صوبې دارالخلافه به کومه ایجنسي وي؟

ښاغلي محسود وویل چې بیا به د دارالخلافي په سر یو نوی جنجال دایجنسو ترمینځ پیدا کیږي نو غوره به دا وي چې دقبائیلو دغوښتنې په اساس فاټا دخیبرپښتونخوا صوبې برخه جوړه کړل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG