لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زاڼو په ښکار دعربو شهزاده دپاکستان محکمې ته رابلل شوی


عرب ښکاریان
عرب ښکاریان

پاکستان کې په ناقانونه ډول دنایابه مرغیو په ښکار کولو دپاکستان دسندهـ ایالت د تهرپارکر سیمې یوې ځایي محکمې( سیشن کورټ) دمتحده عرب اماراتو دشاهي کورنۍ یو غړی محمد بن خلیفه المختوم محکمې ته رابللی دی.

پاکستان کې مطبوعات وایي دعربو دشهزاده په ضد محکمې ته عریضه دمحمد یوسف رحیمو په نوم یو ځایي اوسیدونکي کړې ده.

دغه شخص په خپله عریضه کې محکمې ته ویلي چې محمد بن خلیفه المختوم دتیرو پینځوؤ کلونو راهسې پاکستان کې دسرکاري اجازې پرته د زاڼو اؤ نورو نایابه مرغیو ښکار کوي.

محمدیوسف محکمې ته ویلي چې ددغه عرب شهزاده دلیدنې دپاره نه یوازې نور ښکاریان سیمې ته ورمات دي بلکې دهغه دامنیت دپاره دومره زیات ځواکونه پځایې کړل شوي چې دسیمې دخلکو امروزه ژوند یې ګډوډ کړی .

خو د پاکستان درینجرز ځواکونو ویاند پخپل یو وضاحتي بیان کې ویلي چې دسندهـ په ځینو سیمو کې دشاهي کورنۍ غړو ته دقانون خلاف پروټوکول نه دی ورکړل شوی.

سرچینې وایي چې دشاهي کورنۍ ډله دجمعې په ورځ دخپلې الوتکې نه د بدین په چنري هوایي اډه کوزه شوې ده.

دتهرپارکر ځایي محکمې په شوې عریضه دشاهي کورنۍ غړی، دپولیسو ضلعي مشر اؤ دلوبو دڅانګې ضلعي مشر سبا د دوشنبې په ورځ محکمې ته وربللي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG