لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا ته د ايران د ټولنيزو رسنيو په بندېز "اندېښنه"


د صدر ټرمپ انتظامیې د تهران لخوا ايراني وګړو ته د ټولنيزو رسنیو په بندېز "ډېره اندېښنه" څرګنده کړې ده. دا په داسې حال کې چې په ايران کې د څلورو ورځو نه د حکومت په ضد مظاهرې روانې دي.

د صدر ټرمپ انتظامیې د تهران لخوا ايراني وګړو ته د ټولنيزو رسنیو په بندېز "ډېره اندېښنه" څرګنده کړې ده. دا په داسې حال کې چې په ايران کې د څلورو ورځو نه د حکومت په ضد مظاهرې روانې دي.

ايران د يکشنبې، اتوار په ورځ د پېغام لېږلو دپاره د ټيليګرام او عکسونو خپرولو دپاره د انسټاګرام اېپس بند کړي او د دولتي رسنيو ويلي د امن پر ځای ساتلو دپاره يې دا ګام پورته کړی دی.

ايران کې مظاهره چيان د ټولنيزو رسنيو د لارې د احتجاج ویډيو او عکسونه خپروي.

د صدر ټرمپ د سټراټيجيکي رابطو مرستیال مايکل انتون د وي او ای فارسي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، واشنګټن د ايران د ټولنيزو رسنيو دپاره ډېر څه نشي کولی خو د ټرمپ انتظاميه د امريکايي او نورو لویديځو شرکتونو څخه هيله کوي چې ايران سره هيڅ رعايت ونکړي.

انتون ويلي " دوي (شرکتونه) دې د مالوماتو په رسولو کې هيڅ سنسرشپ ونه مي، خپل کاروبار ته دې دوام ورکړي او ازاد مالومات دې ورکړي".

هغه ويلي امريکايي چارواکي د دغو حالاتو څارنه کوي.

د ټيليګرام مشر پاول ډورو ويلي د ايران په وېنا يې د ټيليګرام د بندېز نه په انکار کولو ايران په خپله دغه سروس بند کړی دی.

هغه په ټويټر ليکلي، " ايران خپلو خلکو ته د مخالفه مظاهرو له امله ټيليګرام ته رسايي بند کړې ده".

ډورو ويلي هغه نه دی خبر دی چې په ټيليګرام بندېز به وقتي وي يا په مستقله توګه بندولی شي.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د اتوار په ورځ د ايران په حکومت نيوکې کړي چې پرامنه مظاهره چيانو ته يې د يو بل سره د اړيکو دپاره دوي ته انټرنېټ بند کړی دی.

انتون ويلي سپينه ماڼۍ په دې اندېښنه لري چې د حکومت په ضد د څلورو ورځو په مظاهرو کې څو کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړې د ټرمپ انتظاميه د خپلو يورپي همکارو سره په تماس کې ده چې په ايران فشار واچوي چې مظاهره چيانو ته د احتجاج دوامداره ساتلو اجازه ورکړي او د دوي شکايتونه حل کړي.

د ايران صدر په وړومبي ځل مظاهره چیانو ته ځواب ویلي او دولتي رسنيو د نوموړي د خلې ويلي، ايرانيانان حق لري چې مظاهرې وکړي خو ټولنيزه بې ثباتي او د عامه ملکيت ويجاړول ورته د قبلولو وړ نه دي.

صدر روحاني ويلي د امريکې صدر ټرمپ حق نه لري چې د ايرانيانو سره خواخوږي وکړي.

د ټرمپ انتظاميې تور لګولی چې ايران په نړۍ کې تر ټولو سېوا ترهګري وېشونکی هېواد دی، خو تهران دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG