لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مرکزي حکومت د جماعت الدعوه ترڅنګ د۷۱ ډلو  په چندو راټولو بندېز لګولی


د جماعت الدعوه مشري حافظ سعيد کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت د نړيوالې ترهګرې ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه په ګډون په نورو ۷۱ ناقانونه ګرځول شوؤ ډلو په چندو راټولو او هلو ځلو بندېز لګولی دی.

د پلازمينې اسلام اباد انتظامیې د ټولو لاقانونه ګرځولو شوؤ په چندو راټولولو باندې ۱۴۴ ماده لګولې ده.

پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې نېکټا په وېب پاڼه ۶۵ ډلې لاقانونه او د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن سره څلور ډلې د څار په فهرست کې شامل دي.

د پاکستان د امنيت او تبادلې کمېسون (اې اي سي پي) د ملګرو ملتونو او امريکا لخوا ترهګرې ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه ترڅنګ په نورو ډلو د خېراتي چندو په راټولو د بندېز امر کړ دی، د امر ترمخه سرغړونه کوونکي باندې به د يو کروړ روپو پورې جرمانه لګولی شي.

د اسلام اباد مرستيال کمشنر (ر) کېپټن مشتاق احمد په يو حکم کې ويلي ضلعې انتظاميې د ټولو لاقانونه ګرځول شوؤ په اړوند ۱۴۴ دفعه لګولې او ټولو اړونده ادارو ته يې د دوي د څار امرکړی چې دغو ډلو ته به د چندو راټولولو ترڅنګ د هر ډول هلوځلو اجازه نه ورکول کيږي.

د مرستيال کمشنر د حکم ترمخه ناقانونه ګرځول شوې ډلې به چندې نشي ټولولی، بېنرې او صندقونه (بکسونه) به نشي لګولی او نه به کوم بله دستوره او کمېپ راجوړوي، دا امر به په سمدستي ډول عملي کيږي او تر دوه مياشتو پورې به په ځای وي.

په دغه اړوند د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو د څارلو ترڅنګ ويل شوي چې په دوه ورځو کې دې ټول مرستيال کمشران رپوټونه هم جمع کړي.

ډان ورځپاڼې د يو انتظامي چارواکي د خلې ويلي اړونده ادارو او پوليس ته د ۷۱ ناقانونه ګرځول شوؤ ډلو نوملړ ورکړی شوی دی چې د دغوډلو په مشرانو او د دوي په هلوځلو نظر وساتي.

راپورونه وايي پاکستان دا ګام په داسې حال کې اخیستی، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ډله به د روانې جنورۍ په میاشت کې د پاکستان سفر وکړي، او د هغو ډلو په ضد د پاکستان ګامونه وڅاري چې ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په لیسټ کې شاملې کړې دي.

يو پاکستاني چارواکي ويلي، که پاکستان د دغو يادو ډلو په ضداقدام نه کوي نو امکان دی ملګري ملتونه به پرې بندېزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG