لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حامد کرزي دپاکستان په نظامي مشرانو دفشار زیاتولو غوښتنه کړې ده


دافغانستان حکومت لا په رسمي ډول دصدر ټرمپ ددغو څرګندؤنو په هکله خپل غبرګون نه دی ښودلی

دافغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي دپاکستان په اړه د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ څرګندونې ستائیلي اؤ ویلي یې دي نور باید په افغانستان کې جګړه ختمه اؤ دپاکستان په نظامي مشرانو داسې فشارونه راوړل شي چې په نتیجه کې یې افغانستان کې امن ټینګ شي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپل یو ټوئټ کې ویلي وؤ په تیرو ۱۵ؤ کالو کې امریکا پاکستان نه ۳۳اربه ډالرمرستې ترلاسه کړي خو ددې په بدل کې یې ورته د دروغو اؤ ټګۍ پرته هیڅ نه دي ورکړي.

حامد کرزی چې په دې وروستیو کې دامریکا دپالیسیو سخت مخالف ګڼل کیږي پخپل یو بیان کې ویلي دپاکستان په هکله دصدر ټرمپ څرګندوي دافغانانو ددې دریځ ملاتړ کوي چې وایي دترهګرو ځالې دافغانستان دپولو نه بهر دي.

هغه غوښتنه کړې چې دسیمې نورو هیوادونو سره په ګډه باید افغانستان کې دسولې اؤ امن پځایې کولو دپاره دپاکستان نظامي مشران دفشار لاندې ونیول شي.

دافغانستان حکومت لا په رسمي ډول دصدر ټرمپ ددغو څرګندؤنو په هکله خپل غبرګون نه دی ښودلی خو په واشنګټن کې دافغانستان سفیر ډاکټرحمدالله محب ویلي دپاکستان په اړه دصدر ټرمپ څرګندؤنو افغانانو ته هیلې بخښلي دي.

ښاغلي محب پخپل یو بیان کې ویلي چې افغانان هم دهاغو ترهګرو دلاسه په اور کې ولاړ دي چې په پاکستان کې میشته دي.

امریکایي اؤ افغان چارواکي دتیرې یوې لسیزې راهسې دپاکستان نه پرله پسې غوښتنې کوي چې پخپله خاوره کې دمیشته هاغو ترهګرو ځالې باید له مینځه یوسي چې افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي.

خوپاکستاني چارواکي دریځ لري چې افغانستان کې کیدونکې ترهګري دافغان حکومت دخپلو کمزوریو زیږنده ده.

دپاکستان وزیراعظم د صدر ټرمپ دتازه څرګندونو په اړه دکابینې غونډه نن ددوشنبې په ورځ رابللې ده چې پکې به پاکستان امریکا سره د اړیکو په هکله خپل تازه دریځ روښانه کړي

XS
SM
MD
LG