لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فاټا:دترهګرۍ په ضد جګړه کې ۱۲زره کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي


چارواکو زیاته کړې چې په وژل شوؤ کې ۲۴۴ دلیویز، ۱۷۸ خاصه دار عسکر اؤ ۵۶۹۰عام وګړي شامل دي.

پاکستاني چارواکي وایي دترهګرۍ په ضد جګړه کې په قبائیلي سیمو کې ۱۲زره وګړي وژل شوي اؤ ژوبل شوي اؤ دهغوئ په خپلوانو خواوشا څلور اربه روپۍ مرستۍ ویشل شوي دي.

د سه شنبې په ورځ دقامي اسمبلۍ د سرحدونو دچارو کمیټې ته قبائیلي سیمو کې دقانون ټینګولو دڅانګې چارواکو ویلي چې دکال ۲۰۰۱ نه تر دې مهاله قبائیلي سیمو کې دترهګرۍ په ضد جګړه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره ۶۱۱۲ ده اؤ ۶۷۰۷ کسان ژوبل شوي هم دي.

چارواکو زیاته کړې چې په وژل شوؤ کې ۲۴۴ دلیویز، ۱۷۸ خاصه دار عسکر اؤ ۵۶۹۰عام وګړي شامل دي.

دغو چارواکو کمیټې ته دا هم ویلي دي چې تر دې مهاله فاټا کې دترهګرۍ په پیښو کې څومره کسان وژل شوي دهغوئ کورنیو ته درې اربه ،۶۵کروړه اؤ۵۰ لکه روپۍ ورکړل شوي.

دترهګرۍ په ضد جګړه کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو په اړوند د ښودل شوؤ حکومتي شمیرو ترڅنګ په قبائیلي سیمو کې لکونو وګړو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي چې دهغې په هکله دغه کمیټې ته تفصیل نه دی ورکړل شوی.

قبائیلي وګړي وایي چې په دغه جګړه کې دهغوئ کورونه

جائیدادونه،روزګارونه، مکتبونه، سړکونه اؤ پلونه تباه شوي اؤ نن چې خپلو سیمو ته بیرته ستنیږي نو د ژوند هیڅ اسانۍ ورته نه دي برابرې اؤ په خوړونو اؤ کنډوالو کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نړېوالې ټولنې پاکستان ته دقبائیلي وګړو دبحالۍ دپاره د اربونو ډالرو مرستې ورکړي دي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دریځ لري چې دترهګرۍ په ضد دجګړې له امله دبې کوره شوؤ قبائیلي وګړو بیرته خپلو سیمو ته دستنیدلو په مهال هغوئ سره زړه پورې مرستې کوي.

خو دقبائیلي سیمو وګړي وخت په وخت احتجاجي مظاهرې کوي اؤ وایي چې دوئ سره حکومت خپلې دمرستو ژمنې نه پوره کوي

XS
SM
MD
LG