لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتنو خبریالانو اسلام اباد کې خپله اتحادیه جوړه کړې


پښتانه خبریالان

په اسلام اباد کې مېشت پښتنو خبريالانو خپله اتحادیه جوړه کړې اؤ وایي دوئ به نړۍ ته دپښتنو اصل مخ ښایي چې هغه دامن اؤ مینې مخ دی.

دغه سازمان ته دپښتون جرنلسټس ایسوسي ایشن نوم ورکړل شوي اؤ داتحادیې راجوړونکي وایي دیو کال دسخت زیار نه وروسته په دې توانیدلي چې دپلازمینې اسلام اباد په لسګونو پښتانه خبریالان په یو ډګر راغونډ کړي.

پښتون جرنلسټس ايسوسي اېشن خپل دستور او ضابطې هم جوړې کړي چې څنګه به دا سازمان مخ پر وړاندې بوځي.

د ګل په ورځ په نېشنل پرېس کلب اسلام اباد کې شوې دستوره کې په اسلام اباد کې مېشت وتلو پښتنو خبريالانو هم ګډون درلودو.

د دستورې په پېل کې داتحادیې بنیاد ایښودونکو خبريالانو ته د کابينې له خوا دستارونه وتړل شو.

دستورې ته په وينا کې وتلي خبريال طاهرخان وويل چې دا اتحاد د وخت ضرورت دی او د خبريالانو بېلا بېل سازمانونه هم دې اتحاد ته ګوري چې د خبريالانو په ټاکنو کې د دوي ملاتړ ترلاسه کړي.

د طاهر خان په وينا چې دوي غواړي اوس عملي کار هم وکړي او چې کوم نوي خلک دې مېدان ته راتګ غواړي نو دا سازمان به يې هر رنګه مرستې کوي.

د بي بي سي اردو څانګې په پاکستان کې مشر هارون رشيد وويل چې په دې سازمان کې بايد د پېغلو خبريالانو نمايندګي ضرور وي او دې لړ کې يو داسې تجويز پکار دی چې په مستقل ډول د کابينې برخه وګرځول شي.

د غېرسرکاري تنظيم سي ار اېس اېس مشر او خبريال امتيازګل هم د ښځینه خبریالانو په نمايندګۍ ټینګار وکړو او وې ويل چې بايد هغوي ته د هغوي د شمېرې پر اساس په فېصلو کولو کې واک ورکړل شي.

هغه وويل چې دښځینه خبريالانو ته بايد په دې نظر ونه کتل شي چې ګنې دوي په لږه شمېره کې دي نو ځکه ورته برخه ورکول پکار دي بلکې د دوي شمېر زياتول او بيا هم د دغه شمېر په بنياد لکه د نورو غړو نمايندګي ورکول پکار دي.

خبريال جاوېد اقبال په خپله وينا کې وويل چې دا پښتانه خبريال يو ځایې ته راغونډېدل کاميابي ده او دوي بايد هڅه وکړي چې نړۍ ته د پښتون قام ريښتونی شکل وړاندې کړي.

هغه زياته کړه چې د پښتنو لویې نومونه په هر مېدان کې موجود دي او د ميډيا له لارې د دغه خلکو نوم دنيا ته ښودل ضروري دي چې داسې دنيا اويني چې پښتانه هغه نه دي لکه څنګه چې ښودل کېږي.

د پښتون جرنلسټس اېسوسي اېشن غړې وايي چې اوس به دوئ په رسمي توګه د سازمان لپاره ټاکنې کوي او د هغې وروستو به د خپل ائین ترمخه مخ پر وړاندې ځي.

په دستوره کې راغلو غړو خپل وړانديزونه هم ورکړل او وې ويل چې بايد د نوو کسانو لپاره د تربيې او ورسره په پوهنتونونو کې هم د خبريالۍ په څانګو کې د نوو راتلونکو لارښوونې وشي.

XS
SM
MD
LG