لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي صدر د پاکستان په رويه خفه دی، مک ماسټر


د امريکايي صدر د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر،

د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار جنرال اېچ ـ ار مک ماسټر ويلي، د پاکستان په اړوندد ټرمپ " ټویټ په خپله دا خبره کوي، زما مطلب دی چې صدر خفه، مايوسه دی، او هغه هيله چې مونږ د پاکستان نه د ملګري په حېث درلوده، صدر د پاکستان په رويه خفه دی".

مک ماسټر وايس اف امريکا سره په مرکه کې ويلي، "پاکستان د (ترهګرو) ډلو ملاتړ دوامداره ساتلی او ترهګرې او تندلارې ډلې په خپله بهرنۍ پاليسۍ کې د وسلې په توګه کاروي".

نوموړي زياته کړې "دا د تورونو لګولو خبره نه ده چې ځينې خلک يې دغسې ګڼي، دا مونږ د پاکستان سره په ډاګه خبره کوو چې زمونږ اړیکې نورې په داسې تضاداتو کې مخکې نشي تلی، او مونږ په ګډه داسې کار پېلوؤ چې په افغانستان کې ثبات راولي او خپله د پاکستان په ستره ګټه هم وي".

مک ماسټر ویلي، "دا وخت، دا څومره د خفګان خبره ده چې مونږ ګورو چې د پاکستان چلند د خپلو خلکو د ګټو په ضد دی، دوي خاص ډلې ساتلي، طالبانو او د حقاني شبکې مشرانو ته يې پناه ځايونه ورکړي دي دوي د پاکستان نه بهر عمليات کوي څنګه چې دوي د پاکستان او افغانستان ځینې برخې دوزخ جوړ کړي ساتلي دي".

هغه وويلي،" پاکستان به ونه غواړي چې ځان په نړيوال کچ يواځې کړي،پاکستان ډېر صلاحيت، امکان لري،بشري امکان، اقتصادي امکان، او مونږ غواړو چې پاکستان د خپلو ګټو دپاره کار وکړي او دغو ډلو ته د پټو ځالو ورکول او د مشرانو ملاتړ يې پرېږدي".

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د ګل،دوشنبې په ورځ په يو ټويټ کې په پاکستان سختې نيوکې کړي او خبرداری يې ورته ورکړی دی.

صدر ټرمپ ويلي، "د امریکې د اربونو ډالرو د امداد په ځواب کې پاکستان یوازې د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی".

صدر ټرمپ د امریکې په حکومتي مشرانو هم تنقیدکړی او ويلي يې دي په تیرو ١٥ کلونو کې د امریکې حکومتونو په بې وقوفۍ کې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي".

امریکايي صدر زیاته کړې پاکستان "هغه ترهګرو ته پناه ورکړې ده چې مونږ یې په افغانستان کې تعقیبوؤ، خو څه مرسته یې نه ده کړې اوس به نور داسې نه وي".

پاکستان د سه شنبې، نهې په ورځ د امريکا د صدر بيان ته په رسمې توګه ځواب ويلی دی.

د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي د هېواد په اړه د امریکايي چارواکو ورستي بیانونه د مایوسۍ سبب دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اعتماد ته سخت نقصان رسوي.

د کمېټۍ د غونډې وروستو په جاري شوی بیان کې ويل شوي پاکستان په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ کې د نړي والو هڅو ملاتړ کوي.

ويل شوي، په افغانستان کې د روانې بدامنۍ او شخړو بنیاد په جنګ ځپلې هیواد کې په کور دننه سیاسي جګړې، په لویه پیمانه اداري فساد(غبن)، د نشه يي موادو پېداوار او په هېواد کې د حکومت د واک اختیار څخه بهر پرتې سیمې دي.

"په افغانستان کې د اجتماعي ناکامۍ ذمه واري په پاکستان نشي اچول کیدی او په ملګرو تورونه لګول په افغانستان او په سيمه کې د دوامداره امن هدف ترلاسه کولو کې مرسته نه کوي".

د بيان ترمخه د تورونو باوجود به پاکستان د بیړې نه کار نه اخلي او په افغانستان کې د امن لپاره به خپل "مثبت" کردارا ادا کوي".

XS
SM
MD
LG