لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د پاکستان د ۲۲۵ ملينه ډالرو امداد ودروي، نيکي هېلي


امریکايي سفيرې ويلي، د پاکستان مالي مرستې ودرول د فلسطين په اړوند د قرارداد سره تړاؤ نه لري
امریکايي سفيرې ويلي، د پاکستان مالي مرستې ودرول د فلسطين په اړوند د قرارداد سره تړاؤ نه لري

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هېلي ويلي امريکا د پاکستان د ۲۲۵ملينه ډالرو مالي مرستې ودروي ځکه چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او صدر ټرمپ د پاکستان ټولې مرستې ودرول غواړي.

په ملګرو ملتونو کې خبريالانو سره په خبرو کې امريکايي استازې وويل، "پاکستان د کلونو راهسې دوه مخې لوبه کوي، زمونږ (امریکا) سره هم کار کوي او بل لور ته ترهګرو ته پناه هم ورکوي څوک چې په افغانستان کې زمونږ په پوځ بريدونه کوي".

هغې وويل، د ټرمپ " انتظامیې ته دغه لوبه نوره د قبلولو وړ نه ده او مونږ تمه لرو چې پاکستان به د ترهګرۍ پرضد جګړه کې زمونږ نوره مرسته وکړي".

هېلي وويل، " صدر ټرمپ غواړي چې د پاکستان ټولې مرستې ودروي ځکه چې پاکستان ترهګرو ته پناه ځالې ورکوي او ملاتړ يې کوي".

امریکايي سفيرې په ډاګه کړه د پاکستان مالي مرستې ودرول د فلسطين په اړوند د قرارداد سره تړاؤ نه لري دا د پاکستان ترهګرو ته د پناه ورکولو په تړاؤ دي.

د پاکستان رسنۍ د هېواد د ماليې د وزارت د ویاند د خلې وايي، پاکستان ته د وړاندې نه اندازه وه چې امريکا به مرسته ودروي ځکه يې بدل انتظام کړی ؤ.

د ویاند ترمخه د امريکايي امداد ودرېدو نه به د پاکستان مالي ضرورتونه اغېزمن نشي.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د ګل،دوشنبې په ورځ په يو ټويټ کې په پاکستان سختې نيوکې کړي او د هغې وروستو نيکې هيلې پاکستان سره د امريکايي امداد ودرولو خبره کړې ده.

صدر ټرمپ ويلي، "د امریکې د اربونو ډالرو د امداد په ځواب کې پاکستان یوازې د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی".

صدر ټرمپ د امریکې په حکومتي مشرانو هم تنقیدکړی او ويلي يې دي په تیرو ١٥ کلونو کې د امریکې حکومتونو په بې وقوفۍ کې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي".

امریکايي صدر زیاته کړې پاکستان "هغه ترهګرو ته پناه ورکړې ده چې مونږ یې په افغانستان کې تعقیبوؤ، خو څه مرسته یې نه ده کړې اوس به نور داسې نه وي".

د سپينې ماڼۍ وياندې ساراسينډرز هم د سه شنبې په ورځ ويلي امريکا غواړي چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه نوره تُنده کړي او په پاکستان به د فشار سېوا کولو دپاره امريکا خپل راتلونکي اقدامات زر اعلان کړي.

خبريالانو سره په خبرو کې هغې وويل ،" مونږ (امریکا) ته مالومه ده چې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره هغه (پاکستان) نورې هڅې کولی شي او مونږ غواړو چې هغه داسې وکړي".

د سېنډرز په خبره د امريکايي "اقداماتو په اړوند به تاسو په راتلونکو ۲۴ يا ۴۸ ساعتونو کې د نور تفصيل نه خبر شئ".

د امريکايي صدر په ټويټر د پاکستان په اړوند بيان ته دغه هېواد د سه شنبې په ورځ رسمي ځواب ويلی دی.

د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ د ملي امنيت د کمېټۍ په غونډه کې سياسي او د پوځ مشرتابه ويلي پاکستان به په بيړه کې کوم قدم نه اوچتوي.

د ملي امنیت کمېټۍ د صدر ټرمپ په بيان مايوسي څرګنده کړې ده او ويلي يې دي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه په خپلو وسايلو او معيشيت په قيمت کړې ده، دغه قربانۍ دې د مالي مرستو سره پرتله نکړی شي.

کمېټۍ ويلي، په افغانستان کې د ګډۍ ناکامۍ مسوليت يواځې په پاکستان نشي اچول کېدی او په ملګرو تورونه لګول په افغانستان او سيمه کې د امن ترلاسه کېدو په لړ کې مرستندویه نه ګرځي.

امريکا او افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان تور لګوي چې ترهګرې ډلې حقاني شبکې ته يې په خپله خاوره پناه ورکړې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

پاکستان بيا بيا دغه دریځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد يو شان بې طرفه عمليات ترسره کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG