لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزئ:دټرمپ دګواښونو باوجود باید پاکستان اؤ افغانستان خپلې اړیکې ټینګې وساتي


محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ښاغلي محمودخان اڅکزئ ویلي پاکستان ته دامریکایي صدر دګواښونو باوجود پاکستان اؤ افغانستان ته خپلې اړیکې پیاوړې کول پکار دي.

یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې ښاغلي اڅکزي ویلي افغانستان چې دپاکستان نه کومې ګیلې مانې لري یا پاکستان ته کومې اندیښنې مخې ته دي باید دواړه هیوادونه خپلو کې دغه ټولې ستونزې په خبرو هواري کړي.

امریکایي اؤ افغان چارواکي دتیرې یوې لسیزې راهسې دپاکستان نه غوښتنې کوي چې پخپله خاوره دترهګرو دپټو ځالو په ضد باید ګامونه واخلي خو پاکستان وایي په خاوره یې دترهګرو هیڅ ځالې نشته.

محمودخان اڅکزي وویل هرکله چې پاکستاني مشران دافغانستان بې باورۍ ختمې کړي نو دواړه هیوادونه یو بل ته نزدې کیږي اؤ دا دپاکستان اؤ افغانستان دواړو په ګټه ده.

ښاغلی اڅکزی چې په تیرو وختونو کې یې دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دتاؤ تریخوالي کمولو په موخه څو کرته دافغانستان سفرونه هم کړي په دغه خبري کانفرنس کې یې روښانه نه کړه چې ایا هغه په راتلونکي کې ددواړو هیوادونو داړیکو په ښه کولو کې د رول اداکولو اراده لري که نا؟

خو هغه دګوند دبلوچستان ایالت مشر سنیټیر عثمان کاکړ دنومبرپه میاشت کې ډیوه راډیو ته ویلي وؤ چې “که حکومت مشر محمودخان اڅکزي ته واک وسپاري نو هغه چمتو دی افغان مشرانو سره خبرې وکړي خو شرط به داوي چې پاکستان به دخولې اؤ زړه خبره یوه کوي”

قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وویل ګوند یې غوښتنه لري چې دفاټا موجوده نظام ته دې ډیموکراټیکه بڼه ورکړل شي،

“مونږ غواړو چې قبائیلو ته دهغوئ ټول حقونه ورکړل شي اؤ ددغو سیمو څخه دې دایف سي ار قانون له مینځه یوړل شي”

ښاغلي اڅکزي فارموله ورړاندې کړه چې حکومت دې فاټا ته یو منتخب ګورنر ورکړي اؤ ددې ترڅنګ دې په هره قبائیلي ایجنسۍ کې یو منتخب کونسل جوړ کړي چې پولټیکل ایجنټ دې یا خو ددغه کونسل سکتر وي اؤ یا دې له مینځه وباسل شي.

هغه وویل دغه کونسل ته دې دپریکړو واک ترلاسه وي اؤ کونسل دې بیاخپلې پریکړې ګورنر اؤ ګورنر دې یې دهیواد صدر ته سپاري.

خو دپاکستان زیاتره سیاسي ګوندونه اؤ دقبائیلي سیمو نه دپارلیمان غړي بیا غوښتنه لري چې قبائیلي سیمې دې په خیبرپښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شي اؤ دغلته نه دې په سمدستي ډول دایف سي ار قانون له مینځه یوړل شي.

محمود خان اچکزي وویل هیڅوک په فاټا کې داصلاحاتو،دکالجونو اؤ

پوهتونونو جوړولو مخالف نه دي.

هغه وویل دفاټا داولس دخوښې په ضد که قبائیلي سیمو باندې کوم نظام تپل کیږي نو دا به پاکستان په مشکل کې اچوي.

دهغه وینا وه چې دامهال پاکستان دکوم وضعیت سره مخ دی که دفاټا په هکله یې کومه غلطه پریکړه وکړه نو دا به دپاکستان ستونزې نورې هم سیوا کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG