لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: هېڅوک حق نه لري چې مونږ په دروغجن گڼلو سپک کړي


هغه وویل امریکا سره په انډیوالۍ پاکستان ته یوازې دترهګرۍ اؤ مخدره موادو په څیر ستونزې په لاس ورغلي دي
هغه وویل امریکا سره په انډیوالۍ پاکستان ته یوازې دترهګرۍ اؤ مخدره موادو په څیر ستونزې په لاس ورغلي دي

دپاکستان دکورنیو چارو وزیرا احسن اقبال ویلي دامریکایي صدر څرګندؤنې دپاکستان قربانیو پسې دخندا په معني دي اؤ هیڅوک حق نه لري چې مونږ ته په دروغژن ویلو مونږ سپک کړي.

دنوي کال په لمړۍ ورځ صدر ټرمپ پخپل یو ټوئټ کې ویلي وؤ پاکستان امریکې نه په فریب ۳۳ اربه ډالر اخستي دي اؤ پخپله خاوره کې یې ترهګرو ته ځالې ورکړي.

دشورو په ورځ اسلام اباد کې یوې دستورې ته خپله وینا کې دکورنیو چارو وزیر وویل افغانستان څه دروسیې له وتلو وروسته امریکا خپل لاسونه دافغانستان نه راښکلي وؤ اؤ په دغه هیواد کې یې د وسلو انبارونه پریښي وؤ چې نن پاکستان دامریکا لخوا خواره کړل شوي ازغي راټولوي.

هغه وویل امریکا سره په انډیوالۍ پاکستان ته یوازې دترهګرۍ اؤ مخدره موادو په څیر ستونزې په لاس ورغلي دي اؤ ددې باوجود چې هم امریکا پاکستان ته پیغورونه ورکوي نو دا دپاکستان سپکاوی دی.

دصدر ټرمپ لخوا دپاکستان په ضد د اوسني بیان نه وروسته دپاکستان په حکومتي اؤ پوځي مشرانو کې سخته بې قراري پیدا شوې اؤ دسه شنبې په ورځ دپاکستان دقامي سلامتیا د کمیټې له غونډې وروسته پاکستان پخپله یوه اعلامیه کې ویلي وؤ چې دصدر ټرمپ څرګندؤنو پاکستان مایوسه کړی دی.

دکمیټې په دغه غونډه کې دپاکستان ټول لوړ پوړي حکومتي اؤ پوځي مشران حاضر وؤ خو هغوئ دامریکایي صدر په بیان د تند غبرګون ښودلو پځایې په پخپله اعلامیه کې وویل د تورونو باوجود به پاکستان د بیړې نه کار نه اخلي او په افغانستان کې د امن لپاره به خپل "مثبت" کردارا ادا کوي.

خو په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې امریکایي استازې نیکي هیلي ویلي چې پاکستان د کلونو راهسې دوه مخې لوبه کوي، زمونږ (امریکا) سره هم کار کوي او بل لور ته ترهګرو ته پناه هم ورکوي څوک چې په افغانستان کې زمونږ په پوځ بريدونه کوي.

هېلي وويل صدر ټرمپ غواړي چې د پاکستان ټولې مرستې ودروي ځکه چې پاکستان ترهګرو ته پناه ځالې ورکوي او ملاتړ يې کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG