لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مرستيال صدر پېنس وي او ای سره ځانګړې مرکه کې ايراني مظاهرچيانو سره يووالی ښايي


د امريکا مرستيال صدر مايک پنس

د امريکا مرستیال صدر مايک پنس ژمنه کړې چې امريکا به د ايراني حکومت پرضد د مظاهرچيانو سره د اوږدې مودې پورې ودريږی او صدر ټرمپ د راپاسېدلو خلکوپه شا ولاړ دی.

نوموړي ويلي "صدر ټرمپ د ايران د زړورو خلکو سره ولاړ دی، زه پوهېږم دا کار د ايران کوڅو او سړکونو ته را،تلو خلکو ته تمه ورکوي، او مونږ به دوي ته يواځې زباني نا، چې څنګه دوي په خپل هېواد کې بدلون راوستل غواړي، هغه ډول ملاتړ دوامداره ساتو".

د مايک پنس سره د وايس اف امريکا ګرېټا وان سسټيرن ځانګړې مرکه کړې،

مرکه:

ګریټا : ایران کې څه روان دي؟ زه پوهیږم دا ډیر سنګین حالات دي .د امریکا حکومت به څه کوي؟ زه خبره یم چې په دې لړ کې ټويټونه او د حمایت زباني بیانونه راغلي خو عملي ګام څه دی؟

مایک پنس : تر ټولو لومړی او مهمه خبره دا ده چې ایران د ترهګرۍ مرستې کونکو هېوادونو په سر کې یادیږي. دغه ریاست نه یواځې د خپلو خلکو بشري حقونه چقوي بلکه ګرده نړۍ کې د ترهګرو مرستې هم کوي، او دغه هېواد سیمه کې د بی ثباتۍ یو غټ او خطرناک قوت جوړ شوی،خپل هېواد کې د بدلون لپاره راپاسیدلي د ایران اولس دې مبارزې ته هر امریکايي وګړی او د نړۍ هر یو حریت پلوه د قدر په سترګه ګوري او زه بايد دا هم اووایم چې په کال ۲۰۰۹م کې د ګرین ریولوشن یا شین انقلاب په مهال د یو امریکایی صدر لخوا چپ پاتې کېدل اوپه نن وخت کې ډېر توپير دی دا ځل د صدر ټرمپ لخوا په ډاګيزه ملاتړ سره احتجاجونه په سېوا کېدو دي او زما په فکر نړۍ کې د ازادۍ تر ټولو د غټ مبارز په حېث دا د امریکا د رول سره سم کار دی.

ګریټا : خو که د ملاتړخبره کوو نوپه کال ۲۰۰۹م کې صدر اوباما هم د یو څو ورځو خاموشۍ وروستو زباني ملاتړکړی وو...

مایک پنس: هغه د یو څو ورځو خبره نه ده، زه موجود ووم، زه د کانګرس غړی ووم او تا ته به یاد وي زه د استازو د جرګې د خارجه چارو کمیټی برخه ووم په کال ۲۰۰۹م کې ما ولیدل چې په ایران کې د لانجمنو ټاکنو وروستو د ځوانانو یو غټ تحریک راوپاریدو، خلک لارو ته راوتل او د یو جمهوري او ازاد مستقبل غوښتنه یی کوله په هغه وخت کې زمونږ سترګې سپينې ماڼۍ ته وې ، د هغوي سترګې د امریکا قیادت ته وې خو څوک نه ښکارېده، د صدر اوباا انتظامیه بیخي خاموشه وه نو د کانګرس د یو غړي په حېث ما يو ډیموکراټ هاورډ برمین ته یو قرارداد وړاندې کړو چې دی هغه وخت د کانګرس د خارجه چارو کمیټۍ مشر هم وو مونږ دغه قراداد وړاندې کړو چې د استازو په جرګه کې په متفقه توګه منظور شو سینېټر مکین او سینټر ليبرمین دغه قرارداد وروستو سېنېټ کې هم وړاندې کړو چرته پرته د څه مخالفت پاس شو د دې هر څه وروستو بیا صدر اوباما او د هغه انتظامیې خبرې وکړې د تیرې انتظامیې لخوا خاموشي او د ازادۍ په ملاتړ کې ناکامي اود صدر ټرمپ لخوا د ایراني اولس سره په نره ودریدو کې فرق دی زه ګڼم دې سره دغه خلکو ته حوصله تر لاسه کیږي چې ګرد هیواد کې لارو ته راوتلي، او مونږ به د دغوخلکو خپل حمایت جاري ساتو، یواځې زباني حمایت نه بلکه مونږ دوي سره د بدلون په هر ګام ولاړ یو زه تاسو ته باور درکوم چې د امریکا حکومت د ایران اولس سره ولاړ دی څوک چې یو څوکاله او ازاد مستقبل غواړي.

ګریټا: دارنګ حالات کال په ۱۹۵۶م کې هم وو کله چې خلک راپاسیدلي وو خو د امریکا لخوا زباني حمایت نه پرته څه نه وو او بیا په کال ۱۹۹۱م کې صدر بش هم دغه شان اوکړل او څنګه چې تاسو وویل کانګرس ګام واخستو نو هله صدر اوباما څه غبرګون څرګند کړو خو د زباني ملاتړ هغه نتیجې نه راځي کومې چې په اراده کې وي، ایا دا یوه موقع ده چې امریکا عملي څه ګام پورته کړي په داسې حال کې چې د ایران خلک لارو ته راوتلي؟

مایک پنس: که چرې د ایران خلک خپلې ازادۍ لپاره پاسي او بدلون غواړي نو امریکا او نړۍ کې ډېر هېوادونه د هغوي لپاره ډیر څه کولی ش، تیره انتظامیا نه یواځې هغه وخت خاموشه وه کله چې د ایران غیور اولس جمهوریت غوښتلو بلکې هغويې د ایران تباه کن نیوکلیایی تړون هم ومنلو،که صدر دی که زه خپله یم ، که خارجه وزیر دی او که (ملګرو ملتونو لپاره) سفیره نیکې هیلي ده مونږ به ( ایراني اولس سره) ولاړ یو، دا به د ۹ کاله وړاندې نه بدل وي،زه دا پیغام ورکول غواړم چې د امریکا خلک د جمهوریت پلوه خلکو سره ولاړ دي زما په ګمان دا د خوشبینۍ خبره ده او زما هدف او دعا دا ده چې د ایرن ځوان کُول ، تعلیم یافته خلک په دې پوهه شي چې امریکا او د دې هیواد خلک د هغوي فطري ملګري دي مونږ غواړو چې هغوي یو اذاد او جمهوري صباون تر لاسه کړي مونږ غواړو هغوي د هغه رژیم نه ځان خلاص کړي کوم چې ګردې نړۍ ته خطر جوړ شوی دي.

ګریټا : (د ایران) اولس څه تمې ولري ؟ چې ایا صدر نیوکلیایي تړون تایید کړي او کنه؟ ایران کې خلکو ګڼله دغه لوظنامې سره به د هېواد اقتصاد ښه شي، خو داسې ونه شوه ځکه خو دا احتجاجونه پېل شوي څه به کیږي که چرې دغه تړون تایید شو؟ تاسو څه وینئ چې د ایران خلکو سره څه روان دي؟

مایک پنس: په ذاتي توګه زه د لوظنامې د تاییدولو په حق کې یم .

ګریټا: د ایران د خلکو به څه کیږي؟

مایک پنس: ځیني نورې پریکړې دي چې کول دي ، ایا دغه لوظنامه تاییدول دي او کنه، په دغه لړ کې به صدر ټرمپ ډیره زر فیصله اوکړي.

ګریټا : تاسو څه فکر کوئ بندیزونه به څه نتیجې راوړي ؟ زه د بندیزونو خلاف نه یم زه غواړم بندېزونه دې په میانمارهم ولګي خو ایا د ایران پر ضد بندیزونو سره به په لارو کې په احتجاج راوتلي خلکو ته کوم زیان رسي او کنه؟

مایک پنس : مونږ ګڼو بندیزونو پالیسي نه یواځې په ایران کې کار کوي بلکې په شمالي کوریا باندې يې هم ډیر اغیز کړی،مونږ د خپلو اتحادیانو سره په ګده کارکوو چې نوو شرطونو سره نوي لوظنامه جوړه کړو.

XS
SM
MD
LG