لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغان کډوالو ته يوه مياشت وخت نور ورکړی


پاکستان په خپله خاوره بې اسناده نزدې ۱۴ لاکه افغان کډوالو ته يوه مياشت نور وخت ورکړی چې دلته پاتې شي، افغان کډوالو ته په پاکستان کې په قانوني توګه د پاتې کېدو د پاره د ۲۰۱۷م د دسمبر د ۳۱م وروستۍ نېټه ورکړی شوې وه.

د افغان چارواکو، د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يواېن اېچ سي ار) او پاکستان ترمنځ د افغان کډوالو د راتلونکې په اړوند غونډه کې کوربه وړانديز کړی ؤ چې افغان کډوالو ته په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره د ورکړی کېدونکي کارډ موده يوکال وغځوي.

خو د چهارشنبې،شورو په ورځ د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ د مرکزي کابينې غونډه کې په دغه وړانديز بحث شوی او " د بحث وروستو کابینې يواځې د ۳۰ ورځو اجازه ورکړې او ويلي يې دي دغه مسله به د يواېن اېچ سي ار او نړيوالې ټولنې سره راپورته کوي".

کابينې ټينګار کړی چې د پاکستان اقتصاد د اوږدې مودې نه د افغان کډوالو په کوربه توب د بوج لاندې دې او په اوسنو حالاتو کې نور دغسې نشي کولی.

پرون د چهارشنبې، شورو په ورځ د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي چې په تېر کال کې د يورپ په ګډون له پاکستان او ایران څخه تر شپږ لاکو زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې په کې په زوره راويستل شوي او پخپله خوښه ستانه شوي کډوال هم شامل دي.

پاکستان کې د خواوشا درې لسيزو راهسې نزدې ۲۷ لاکه افغان کډوال ژوند کوي چې نزدې نيم يې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد نه لري.

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي چې د افغان کډوالو په کېمپونو کې تندلاري پټيږي او د افغانستان سره ګډې پولې دواړو غاړو ته بريدونه کوي.

اسلام اباد ټينګار کوي چې د افغانستان همکاره امريکا او لويديځي هېوادونه دې د افغان کډوالو زر تر زره بیرته خپل هېواد ته ستنولو برابرتيا جوړه کړي.

څيړونکي وايي د افغان کډوالو په اړوند د پاکستان تازه پرېکړه ښايي د واشنګټن سره د تاوژنو اړيکو په ترڅ کې شوي وي.

د نوي کال په وړومبۍ ورځ صدر ټرمپ په يو ټويټ کې په پاکستان سختې نيوکې کړي او افغانستان د امریکايي صدر د پاکستان په اړوند بیان ستایلی دی.

صدر ټرمپ ويلي پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو ورسره یې هغه ترهګرهم ساتلي چې امريکايي ځواکونه یې پرضد جنګيږي.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي امريکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ زمه واري په پاکستان ور اچوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG