د مردان د پوليسو په وېنا د مشال خان په وژنه کې تورن بل مفرور تن اظهار نيول شوی خو په دغه مقدمه کې درې تنه تراوسه مفروران دي.
د پوليسو په وېنا د اظهار نومې تن نه وړاندې د مشال د وژنې په مقدمه کې نومول شوي ۵۷ نورګرفتارشوي او په جېل کې بند دي.
د مردان ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) ميامحمد سعيد نن د پنجشنبې، زيارت په ورځ پخلی کړی چې اظهار يې د مردان د صدر تهاڼې په علاقه کې ګرفتار کړی دی.
پوليس افسر ويلي د نيول شوي تن د ولقې نه يو کلاشنکوف، يو کالاکوف او يوه تمانچه هم ترلاسه شوې ده.
د نیول شوي تن په اړه لا دا تفصيل نه دی ورکړی شوی چې هغه د پوهنتون زده کوونکی دی او که د انتظاميې سره تعلق دی.
خو د مشال خان د وژنې په مقدمه کې درې تنه چې تراوسه مفروران دي په دغو مفرورانو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند تحصيل کونسلر عارف مردانوي او د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکی صابر مايار هم شامل دی.
د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د ۲۰۱۷م د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د هغه زده کوونکو ملګرو او د پوهنتون انتظاميې د مذهب د سپکاوي په تور په تشدد وژلی ؤ.
د وژنې په دې مقدمه کې ۶۱ تورن کسان نومول شوي چې پکې ۵۷ نيول شوي وو او نيول شوي کسان اوس د خېبرپښتونخوا په هري پور جېل کې بندي دي.
د وژنې د دغه مقدمې اورېدنه هره ورځ د هري پور په جېل کې د ترهګرۍ پرضد مقدمو دپاره جوړ عدالت کوي.
د پاکستان سترې محکمې (سپريم کورټ) د مشال خان د وژنې نوټس اخستی او د پوليس نه يې په دغه اړوند سمدستي راپور غوښتی ؤ.
د پوليس لخوا عدالت په وړاندې کړی شوي راپور کې ويل شوي وو چې په مشال خان د مذهب دسپکاوي کوم ثبوت نه دی مالوم کړی شوی.
او بيا د سترې محکمې په حکم د دغه مقدمې اورېدنه د ترهګرۍ پرضد عدالت ته ولېږل شوه چې تراوسه روانه ده.