لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا افغانستان ته ډاډ ورکړی چې په پاکستان به فشار ته دوام ورکړي


میټس وایي ترهغې به پاکستان دفشار لاندې وساتي ترڅو په دغه هیواد کې دترهګرو خوندي ځالې له مینځه نه وي وړل شوي
میټس وایي ترهغې به پاکستان دفشار لاندې وساتي ترڅو په دغه هیواد کې دترهګرو خوندي ځالې له مینځه نه وي وړل شوي

دامریکا ددفاع وزیر جیمز میټس افغانستان ته ډاډ ورکړی چې امریکا به افغانستان کې دامن اؤ سولې دټینګښت دپاره په پاکستان خپل فشار دوامداره ساتي .

ښاغلی میټس وایي ترهغې به پاکستان دفشار لاندې وساتي ترڅو په دغه هیواد کې دترهګرو خوندي ځالې له مینځه نه وي وړل شوي.

ددفاع وزیر دغه خبرې تیرماښام دخپل افغان سیال جنرال طارق شاه بهرامي سره یو ټیليفوني تماس کې کړي دي.

دامریکایي صدر ټرمپ لخوا پخپلو وروستیو څرګندونو کې په پاکستان شوؤ نیوکو ته افغانستان کې تود هرکلی ویل شوی اؤ زیاتره افغان مشرانو ویلي چې افغانستان کې دسولې دتینګښت دپاره باید امریکا دپاکستان په نظامي مشرانو خپل فشار ته دوام ورکړي.

صدر ټرمپ ویلي وؤ پاکستان امریکا څخه په فریب ۳۳ اربه ډالر ترلاسه کړي خو پخپله خاوره کې یې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې امریکه یې افغانستان کې په تعقیب بوخته ده ، خو دهغه په وینا چې نور به داسې نه کیږي.

دښاغلي جیمز میټس اؤ جنرال بهرامي ترمینځ دشوؤ خبرو په اړه دافغانستان ددفاع وزارت پخپلې یوې اعلامیې کې ویلي چې جیمز متیس دجنرال طارق شاه بهرامي سره د افغانستان او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړي دي.

داعلامیې له مخې جنرال بهرامي خپل امریکایي سیال ته ویلي " اوسمهال پوځي ابتکار د افغان امنیتي ځواکونوپه ځانګړي ډول د ملي اردوپه لاس کې دی او د ملي اردو قطعات او جزوتامونه د دفاعي حالت څخه راوتلي او په تعرضي حالت کې دي".

همداشان د افغانستان دفاع وزیر خپل امریکايي سیال ته د ملي اردو په لیکو کې د اصلاحاتو د بهیر په اړه هم معلومات ورکړي او هغه ته یې د اردو په لیکو کې د فسادد له منځه وړلو په اړه ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې جنرال جیمز متیس د اردو په لیکو کې د دغه وزارت د مشرتابه له خوا له فساد سره مبارزه ستایلې او افغانستان سره یې په سیاسي او نظامي برخو کې د امریکا د سل فیصده ملاتړ په اړه د دغه هیواد ژمنې تکرار کړي دي.

اعلامیه وايي " هغه د دې ترڅنګ چې په سیاسي او نظامي برخو کې د امریکا د سل فیصده ملاتړ په اړه د دغه هیواد ژمنې تکرار کړي، افغانستان خلکو او دولت ته یې د دې ډاډ هم ورکړ چې امریکا به پر پاکستان خپل فشار ساتلو ته دوام ورکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG