لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ایران کې د شپږ کلنې افغانې انجلۍ قاتل په دار ځړول شوی


ایراني رسنۍ وايي، هغه ایرانی کس د پنجشنبې یا زیارت په ورځ په دار ځړول شوی چاچې په ۲۰۱۶ کال کې یوه شپږ کلنه افغانه انجلۍ له جنسي تیري وروسته وژلې وه.

امیر حسین د ۲۰۱۶ کال په اپرېل میاشت کې په ستایش قریشي لومړی جنسي تیری کړی و او بیا یې وژلې وه.

دده دغه له ظلم څخه ډک عمل په پراخه توګه غندل شوی و او په افغانستان کې یې پرضد لایونونه هم وشول.

برید کونکي همدارنګه د ستایش په بدن باندې تیزاب هم پاشلي و.

امیر ته تر نیول کېدو وروسته د ایران سترې محکمې نږدې یو کال مخکې د مرګ سزا اورولې وه.

ایراني رسنیو د تهران د محکمې د مشر له خولې راخیستي دي چې امیر ته د مرګ سزا ورکړل شوېده.

د ستایش مړی د ګاونډیانو لخوا یوه ورځ وروسته موندل شوی و. ستایش له کور څخه د باندې د ایسکریم اخیستلو لپاره وتلې وه.

XS
SM
MD
LG