لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ١١ تنه وژلي دي


د أفغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکې سفارت ته نیژدې په یو ځانمرګي برید کې ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. د برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې

د رویټرز خبري اېجنسۍ د خبر له مخې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې یوه چاودنه شوې ده، چې د چارواکو په وینا ځانمرګی برید دی

د أفغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجین دانش وایي، د امنیتي مامورینو یوې ډلې د کابل په یوه سیمه کې عملیات کول، چې غیرقانوني نشه یي مواد او شراب پکې خرڅېدل، خو په دې مهال یوه تن چې ګومان کېده ځانمرګی به وي، په ځان پسې تړلي چاودېدونکي مواد و چاودل.

دانش وايي په چاودنه کې تر اوسه پورې ۲۰ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد وایي، دا چاودنه د ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د پولیسو له یوې امنیتي پوستې سره شوې ده.

مجاهد بیا وایي چې پولیسو په سیمه کې د یوې مظاهرې د مخنیوي لپاره سړک بند کړی وو، په همدې وخت کې یوه زوره چاودنه وشوه.

د کابل ایمرجنسي روغتون وایي د پېښې شل تنه ټپیان وروړل شوي، چې په هغوی کې د ځینو حالت مرګونی دی او امکان شته چې د مړیو شمېر زیات شي.

د دې ځانمرګي برید پړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو په دې وروستیو کې چې په کابل کې د ترهګرۍ کوم بریدونه شوي دي، پړه یې اکثر داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG