لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کابل د بريد زمه واري داعش منلې


تندوره ډلې داعش د پنجشبنې، زيارت په شپه په کابل کې د ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده، داعش ويلي ځانمرګي يې د پوليس او استخباراتو کارمندان په هدف کړي دي.

د عامې روغتيا وزارت په بريد کې د ۱۵ تنو د وژنې پخلی کړی دی.

صدر اشرف غني دغه بريد په سختو ټکو کې غندلی او وحشيانه عمل یې ورته ويلي دي.

له دې وړاندې مالومات

د أفغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکې سفارت ته نیژدې په یو ځانمرګي برید کې ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اېجنسۍ د خبر له مخې د پنجشنبې په شپه په کابل کې یوه چاودنه شوې ده، چې د چارواکو په وینا ځانمرګی برید دی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجین دانش وایي، د امنیتي مامورینو یوې ډلې د کابل په یوه سیمه کې عملیات کول، چې غیرقانوني نشه یي مواد او شراب پکې خرڅېدل، خو په دې مهال یوه تن چې ګومان کېده ځانمرګی به وي، په ځان پسې تړلي چاودېدونکي مواد و چاودل.

دانش وايي په چاودنه کې تر اوسه پورې ۲۰ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد وایي، دا چاودنه د ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د پولیسو له یوې امنیتي پوستې سره شوې ده.

مجاهد بیا وایي چې پولیسو په سیمه کې د یوې مظاهرې د مخنیوي لپاره سړک بند کړی وو، په همدې وخت کې یوه زوره چاودنه وشوه.

د کابل ایمرجنسي روغتون وایي د پېښې شل تنه ټپیان وروړل شوي، چې په هغوی کې د ځینو حالت مرګونی دی او امکان شته چې د مړیو شمېر زیات شي.

تېره اوونۍ هم په کابل کې د شيعه مسلمانانو په فرهنګي مرکز باندې د داعش په ځانمرګي بريد کې د ۴۰ نه زيات کسان وژل شوي او د ۹۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG