لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مېجر اسحاق په وژنه کې ککړ د تحريک طالبان وسله وال وژل شوي


د پاکستان پوځ ويلي د تحريک طالبان پاکستان هغه ترهګر يې وژلي څوک چې د پوځي افسر مېجر اسحاق په وژنه کې ککړ وو.

مېجر اسحاق د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمه ډېره اسماعيل خان سيمه کې د تېر نومبر په مياشت کې د ترهګرو وسله والو سره په يوه نښته کې وژل شوی ؤ.

پوځ ويلي د پنجنشنبې، زيارت په ورځ د استخباراتي مالوماتو په اساس د ډېره اسماعيل خان په کولاچي سيمه کې عمليات شوي او ترهګر ظاهرشاه پکې سره د ملګري وژل شوی دی.

د پوځي بيان ترمخه ظاهرشاه د تحریک طالبان پاکستان غړی او د مېجر اسحاق په وژنه کې ککړ ؤ.

په دغو عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د نيولو ادعا هم شوې او ويل شوي چې ترهګرو په علاقه کې د چاؤدنو دپاره ماين اېښودو خو امنيتي ځواکونو په استخباراتي مالوماتو د هغو دغه پلان شنډ کړو.

پوځ ويلي دغه عمليات په ملک کې روان د ردالفساد په نوم عملياتو برخه ده.

د نومبر په مياشت کې د عملياتو په مهال د وژل شوي ۲۸ کلن پوځي مېجر اسحاق تعلق د پنجاب صوبې خوشاب سيمې سره وو، د هغه يوکلن زوی او مېرمن پاتې شوي وو.

د پاکستان پوځ او نورو امنيتې ادارو د تېر کال فرورۍ په مياشت کې په ملک کې د ردالفساد په نوم د ترهګرو پرضد عمليات پېل کړي چې تراوسه دوام لري.

او چارواکي ادعا کوي چې په ملک کې يې د ترهګرو ملا ماته کړې او ترهګر په منظم ډول شتون نه لري.

خو د پوځي او حکومتي چارواکو د ادعاؤ باوجود د ملک په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت په امنيتي ځواکونو بريدونه کيږي او د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

پاکستان په وروستيو کې د امريکې لخوا د ترهګرو په ملاتړ د سخت فشار سره مخ دی.

صدر ډونلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې په ورځ په ټيویټر ويلي پاکستان د امريکې نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې امریکا ته دروغ ويلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي.

د صدر ټرمپ د ټویټ وروستو پرله پسې د پاکستان په اړوند د امریکايي چارواکو سخت بيانونه دوام لري.

د امریکې د ملي امنیت سلاکار ایچ ار مک ماسټر او په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې نیکي هیلي هم له امریکې سره د پاکستان تګلاره "دوه مخې لوبه" بللې او د ترهګرو د پالنې تور یې ورباندې لګولی دی.

امريکې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پوځي امداد هم ځنډولی او اسلام اباد ته یې خبرداری ورکړی، که غواړي د امریکې مرستې تر لاسه کړي، نو "باید نور څه هم وکړي".

پاکستان امریکايي تورونه ردوي او وايي په خپله خاوره يې د هر ډول تندلارو په ضد بې طرفه عمليات کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG