لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 د پاکستان د مرستو ودرولو دپاره قانوني مسوده وړاندې کوم، سېنېټر رېنډپال


سېنېټر رېنډ پال

د امریکې د کنټکي رياست سره تعلق لرونکي ريپبلکن سېنېټر رينډپال ويلي ډېر زر به سېنېټ ته داسې قانوني مسوده وړاندې کړي چې پکې به د پاکستان د مرستو ودرولو وويل شي.

پال په يو ويډيوي پېغام کې په پاکستان سختې نیوکې کړي او تور يې لګولی دی پاکستان " په خپله خاوره ترهګرې ډلې پالي، او د امريکا نه په اربونو ډالرو مرستې اخلي".

په عېن حال کې د امريکې د بهرنو چارو وزارت د پنجشنبې، زيارت په ورځ د پاکستان د پوځي مرستو ځنډولو اعلان کړی دی.

د بهرنو چارو د وزارت وياندې هېدر نورټ ويلي امريکا د افغان طالبانو او حقاني شبکې په ضد د پاکستان د غوڅو عملیاتو نه کولو له امله پوځي مرستې ځنډوي، هغې وويل پاکستان کولی شي چې د دغو ترهګرو په ضد غوڅ عمليات وکړي او بيرته دغه مرستې ترلاسه کړي.

د صدر ټرمپ د جنورۍ د لمړۍ نېټۍ د ټویټ وروستو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان پر تګلاره د امریکايي چارواکو نیوکو زور اخیستی او د امریکې د حکومت لوړ پوړو چارواکو د پاکستان رول غندلی دی.

د امریکې د ملي امنیت سلاکار ایچ ار مک ماسټر او په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې نیکي هیلي هم له امریکې سره د پاکستان تګلاره "دوه مخې لوبه" بللې او د ترهګرو د پالنې تور یې ورباندې لګولی دی.

نیکي هیلي د سه شنبې په ورځ په خپل یوه بیان کې ویلي وو، چې امریکا له پاکستان سره اعلان کړې د ۲۵۵ میلینه ډالرو مرستې ځنډوي، ځکه چې وایي دغه هېواد د ترهګرۍ په ضد د جګړې پر ځای ترهګرو ته له پناه ورکولو لاس وانه خیست.

سېنېټر پال ويلي، "امریکا دې هغه هېواد ته يوه پېسه، ټکه ورنکړي چې څوک زمونږ ( امريکا) بېرغ سوځوي او د "امریکا مرده باد" نعرې وهي".

د نوموړي په وېنا "د پاکستان په رنګ هېواد چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې مهم مالومات پټوي، هغوي ته د مرستو اخستو هيڅ حق نه دی ترلاسه".

هغه ويلي، " زه وايم چې دا لړۍ ودرول پکار دي د خلکو په خولو او وينو ګټل شوې ډالرې چې اولس يې په ټېکسونو کې ورکوي، پاکستان ته ورکول دې ودرول شي".

رېنډپال په کال ۲۰۱۵م کې فلسطين ته هم د مرستو ورکولو قانوني مسوده وړاندې کړې وه.

هغه زیاته کړې دريځ يې د صدر ټرمپ د وروستي بيان سره پياوړی شوی دی په کوم کې چې نوموړي پاکستان ته په مرستو ورکولو سختې نيوکې کړي دي.

پال ويلي، " زه د کلونو راهسې د پاکستان د مرستو ودرولو دپاره جګړه کوم، خو اوس راته پکې پرمختګ ښکاري صدر په ښکاره غوښتي چې مرستې دې ودرول شي اوس هغه د ۲۰ کروړو ډالرو نه زياتې مرستې ودروي او زه غواړم چې ټولې مرستې ودروي".

XS
SM
MD
LG