لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکونړ تښتول شوی مرستیال والي راخلاص کړل شوی


محمد نبي احمدي
محمد نبي احمدي

دپیښور نه تښتول شوی دافغانستان دکونړ ولایت مرستیال والي قاضي محمد نبي دتښتوونکو دمنګولو څخه خوشي کړل شوی خو دهغه کورنۍ اؤ افغان چارواکي دهغه دراخوشې کولو په جذئیاتو څرګندؤلو غلي پاتي شوي دي.

قاضي محمدنبي تیرکال داکتوبر په ۲۷مه نیټه دپیښور دډبګرۍ بازار نه هاغه مهال نامعلومو خلکو تښتولی ؤ چې دغلته یې دیو ډاکټر دعلاج دپاره یو ډاکټر تا ځان ښودلو.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم خبریالانو ته منلې ده تښتول شوی مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي تيره شپه را خوشې دى.

خو هغه ددې تفصیلاتو ورکولو نه ډډه کړې چې قاضي محمد نبي چا تښتولی ؤ اؤ دچرته نه په کومو شرائطو راخلاص شوی دی.

همدغه شان دمرستیال والي کورنۍ هم مطبوعاتو ته دهغه د کور ته رسیدلو خبره منلې ده خو نور جذئیات یې نه دي په ډاګه کړي.

ډیوه ویب پاڼې چې کله دقاضي محمدنبي د راخوشې کیدو دجذئیاتو معلومولو په موخه اسلام اباد کې دافغانستان دسفارتخانې سره تماس ونیولو نو مرستیال سفیر ښاغلي زردشت شمس ومنله چې قاضي محمد نبي خوشی شوی خو هغه وویل چې په دغه اړوند نور هیڅ معلومات په لاس کې نه لري.

له دې وړاندې چې په پیښور کې دافغانستان پخوانی قونصل جنرال عبدالخالق فراهي اؤ اؤ دکونړ پخوانی والي فضل الله وحیدي هم دپاکستان څخه تښتول شوي اؤ وروسته راخلاص کړی شوي وؤ نو مطبوعاتو نه پټه ساتل شوې وه چې هغوئ چا تښتولي وؤ اؤ دکوم ځایې څخه په کومو شرائطو راخلاص کړل شوي دي.

په پیښور کې دافغانستان قونصل جنرال معین مرستیال دقاضي محمد نبي دتښتولو وروسته ډیوه ویب پاڼې ته ویلي وؤ چې هغه په شخصي توګه پیښور ته راغلی ؤ اؤ په رسمي ډول یې قونصلګري یا سفارت ته دخپل راتګ څخه نه ؤ خبر کړی.

ویل کیږي د قاضي محمد ني احمدي تعلق د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دافغانستان حزب اسلامي ګوند سره دی اؤ هغه په کونړ کې یو پیاوړی قامي مشر هم ګڼل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG