لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لغمان:هوایي بریدونو کې دداعش ۲۰جنګیالي وژل شوي


دکورنیو چارو وزارت دغه هوایي بریدونو کې دداعش د ۱۴ وسله والو د وژل کیدو پخلی کړی

افغان چارواکي وایي دافغانستان لغمان ولایت کې بې پائلوټه امریکایي الوتکو دترهګرې ډلې داعش په جنګیالو هوایي بریدونه کړي چې پکې ددغه ډلې لږ تر لږه ۲۰دداعش جنګیالي وژل شوي ډي.

اوړمه شپه پلازمینه کابل کې په امنیتي ځواکونو دشوي ځانمرګي برید دپړې منلو وروسته دا لمړی ځل دی چې افغانستان کې دداعش جنګیالي د ډرون بریدونو نخښه ګرځیدلي.

دافغانستان ددفاع وزارت وایي دغه بریدونه تیره ورځ دالینګار اولسوالۍ په نورلام صاحب دره کې دداعش د وسله والو په ځالو شوي دي.

دکورنیو چارو وزارت دغه هوایي بریدونو کې دداعش د ۱۴ وسله والو د وژل کیدو پخلی کړی خو د سیمې څخه ازادې سرچینې د وژل شوؤ شمیره ۲۰ تنه ښایي.

سرچینې وایي دغو بریدونو کې د مولوي فیروز، موسی اؤ مولوي تراب په نومونو دداعش درې مهم کمانډران هم وژل شوي.

تندروه ډلې داعش چې دافغانستان په ختیزو ولایتونو کې زیات فعالیت لري، په دې وروستیو کې افغانستان دترسره شوؤ زیاتو ترهګریزو اؤ ځانمرګي بریدونو پړه په غاړه اخستې ده.

دالینګار اولسوالي هم دداعشیانو دکلک اثر لاندې ښودل کیږي خو دلغمان حکومتي چارواکي زیاتره وخت په دغه ولایت کې دداعش د منظم شتون څخه انکار کوي.

داعش دامهال تر ټولو زیات دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان په ننګرهار ولایت کې خپلې پښې مضبوطې کړي دي اؤ زیاتره وخت دننګرهار په اچین اولسوالۍ کې دداعش په جنګیالو دبمباریو اطلاعات مخې ته راځي.

افغان ځواکونه دعوه کوي چې تر دې مهاله یې په بمباریو کې دداعش دمهمو سیمه ایزو مشرانو په ګډون په سوؤنو جنګیالي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG