لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جیم میټس: په رغنده ګامونو پاکستان ته مرستې بیا پیل کیدی شي


جیم میټس
جیم میټس

دامریکا ددفاع وزیر جم میټس ویلي دي واشنګټن دامریکا له لوري پاکستان ته د ورکړل کیدونکو دوؤ اربو ډالرو دمرستو په ودرؤلو داسلام باد په غبرګون فکرمند نه دی.

پنټاګان کې خبریالانو سره دخبرو په مهال چې کله ددفاع د وزیر نه پوښتنه وشوه چې دامریکایي ګام له امله خو به امریکا چین ته زیات ورمات نه شي یا دامریکایي ځواکونو دپاره خپلې زمکنۍ لارې تړلی شي ؟ هغه وویل په دې خبره هیڅ اندیښنه نه لري.

دجیم میټس وینا وه” مونږ اوس هم پاکستان سره په ګډه کار کوؤ ،که ومو لیدل چې پاکستان دترهګرو په ضد رغنده ګامونه اخلي، نو دا مرستې به پاکستان ته بیا پیل شي، دا ترهګر پاکستان دپاره هم دومره لویې ګواښ دی څنګه چې امریکا دپاره دی”

دامریکا حکومت روانه اوونۍ کې پاکستان باندې خپلې ټولې نظامي اؤ امنیتي مرستې ودرولي دي اؤ تور یې لګولی چې پاکستان پخپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي.

د نوي کال په لمړۍ ورځ امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ پخپل یو ټویټ کې لیکلي وؤ چې پاکستان تیرو پنځلسو کالو کې په فریب دامریکا نه ۳۳ اربه ډالر ترلاسه کړي وؤ خو نور به داسې نه کیږي.

دصدر ټرمپ ددغو څرګندونو نه وروسته امریکا په رسمي ډول پاکستان ته د پوځي مرستو ودرؤلو اعلان وکړو خو دپاکستان پوځ دجمعې په ورځ ویلي چې دامریکایي مرستو نه پرته هم دپاکستان پوځ زیات طاقت لري اؤ دعزت په بدله کې امریکایي مرستې نه غواړي.

امریکایي چارواکي وایي چې پاکستان ته کومې نظامي مرستې ودرؤل شوي هغه لږ ترلږه دوؤ اربو ډالرو ته رسیږي خو دپاکستان پوځ وایي که امریکا ورله دغه مرستې ورنکړي نو هم به دترهګرۍ په ضد جګړې ته دوام وبخښي.

دپاکستان په ضد دامریکایي صدر دڅرګندؤنو اؤ په پاکستان دمرستو ودرؤلو باوجود تیره ورځ دپاکستان دقامي اسمبلۍ دپارلیماني کمیټې په غونډه کې سیاستي مشرانو سپارښتنه کړې وه چې پاکستان باید جذباتي ګامونه وانه خلي اؤ په دې معامله په محتاط ډول په وړاندې لاړ شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG