د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي د امريکا د دوه اربه ډالرو په مرستو کې پاکستان ته ډېرې کمې مرستې ترلاسه شوي دي.
د روانې مياشتې د لمړۍ نېټې نه چې د امريکا صدر ډونلډټرمپ په پاکستان سختې نيوکې کړې او دغه لړۍ دوام لري امريکا د پاکستان مالي مرستې هم ځنډولي دي.
يو امريکايي چارواکي ويلي د پاکستان په دوه اربه ډالرو مرستو غور کولی شي وزيراعظم عباسي ويلي د هغه په وړاندې دغه بيان ډاګيز نه دی.
د برتانیې (دې ګارډين) ورځپاڼې سره په خبرو کې د پاکستان وزيراعظم ويلي، په تېرو پينځه ؤ کالونو کې هر کال د امريکا نه پاکستان ته د يو کروړ ډالرو نه هم کمې مرستې ترلاسه شوي دي کومې چې د نوموړي په وېنا ډېرې کمې دي.
هغه ويلي چې د ۲۰ کروړه، ۵۰ او ۹۰ کروړه ډالرو د امداد خبرونه ګوري نو هغه نه دی خبر چې دا د کومو مرسته خبرې کولی شي.
د امريکې د نړيوالو شمېرو د ادارې ترمخه په کال ۲۰۱۶م کې پاکستان ۷۷ کروړه ۸۰ لاکه ډالره مرستې ورکړی شوي چې ۳۵ فيصده برخه يې پوځ ته ورکړی شوې ده.
صدر ټرمپ د جنورۍ په لمړۍ نېټه خپل ټويټ کې ويلي، پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې تل دروغ ويلي او ټګي يې کړې ده او په خپله خاوره يې ترهګرساتلي دي.
د پنجشنبې، زيارت په روځ د امریکا د بهرنو چارو د وزارت وياندې هېدر نورټ ويلي ؤ چې حکومت يې د پاکستان سره ټولې پوځي مرستې وځنډولې.
پاکستاني چارواکي وايي امريکا سره د امنيتي مرستو په برخه کې خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنو چارو وزارت په يو بيان کې ویلي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې يې قربانۍ ورکړي او دغه جګړه يې زياته په خپلو وسايلو کړې او د ۱۲۰ اربه ډالرو نه زيات خرڅ يې پرې شوی دی.
پاکستاني چارواکي وار په وار دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو په ضد بې طرفه عمليات کړي دي.
امريکايي چارواکي وايي د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو په ضد د پاکستان د غوڅو عملياتو سره دغه هېواد کولی شي چې بیرته مرستې ترلاسه کړې.
د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف په وروستيو کې ويلي پاکستان د ټولو ترهګرو په ضد يو رنګ پوځي عمليات کړي خو د دې خبرې نه انکار نشي کېدی چې د حقاني شبکې ځينې ترهګر اوس هم په پاکستان کې موجود وي.
هغه ويلي امريکا بيا بيا د حقاني شبکې تور لګوي او د دې نه قطعي انکار هم نشي کېدی خو ترهګرې ډلې په منظم ډول شتون نه لري.