لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف وايي امريکا سره مو نور اتحاد نشته


خواجه اصف
خواجه اصف

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ويلي دا چې امريکا په پاکستان سختې نيوکې کوي او مرستې يې وځنډولې په داسې کې د پاکستان د امريکا سره هيڅ اتحاد نشته، خو د خارجه چارو سېکتره يې وايي اسلام اباد د واشنګټن سره اړيکې دوامداره ساتي.

د امريکې وتلې ورځپاڼې وال سټريټ جنرال سره په يوه مرکه کې خواجه اصف د صدر ډونلډ ټرمپ د انتظاميې پاکستان ته د مرستو ځنډولو يادګېرنه کړې او ويلي يې دي اتحاديانو سره داسې رويه نه ساتل کیږي کومه چې د هغه په وېنا امريکې خپله کړې ده.

امریکا په پاکستان سختې نيوکې کړي او صدر ټرمپ ويلي پاکستان د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي په بدل کې يې ورته دروغ ویلي ټګي يې کړې او ترهګر يې ساتلي دي.

د صدر ټرمپ د بيان وروستو امریکا د پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولي دي، پاکستان د امریکا په دريځ سخت خفګان څرګند کړی دی.

خواجه اصف ویلي په کال ۲۰۰۱م کې پاکستان په افغانستان کې د امریکا د ملاتړ کولو غټه غلطه پرېکړه کړې وه د کوم نتيجه چې دهغه په وېنا پاکستان ته د ترهګرو بریدونو په شکل کې رارسېدلې ده.

هغه ويلي چې پاکستان په خپله خاوره د ترهګرۍ په ضد کوټلي عمليات کړي خو اسلام اباد د افغانستان جګړه په خپله خاوره د جنګېدو اجازه نشي ورکولی.

خواجه اصف ویلي دا وخت په پاکستان کې قراري ده خو که اسلام اباد د افغان تندلارو په ضد عمليات کوي نو جګړه بیا د پاکستان خاورې ته راځي.

خو بل لور ته پرون د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنو چارو سيکترې تهمينه جنجوعه ويلي د اسلام اباد دپاره چې څومره ممکنه وي واشنګټن سره به اړيکې دوامداره ساتي ځکه چې امريکا نه يواځې نړیوال قوت دی بلکې په سيمه کې په موجودګۍ "زمونږ ګاونډي هم دی".

پاکستان دريځ لري چې په خپله خاور یې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد بې طرفه عملیات کړي دي.

خو امریکا وايي پاکستان په خپله خاوره افغان طالبان او حقاني شبکه ساتلې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

امریکا ويلي پاکستان که د حقاني شبکې او افغان طالبانو په ضد غوڅ عمليات وکړي کولی شي چې بيرته امريکايي مرستې ترلاسه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG