لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ: جګړه کې ۲۲ داعشيان او درې عسکر وژل شوي


د افغانستان په شمال ختیځ کې پاکستان سره په پوله پرتې صوبې کونړ کې د داعش د تندلارو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۲۵ تنه وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.

د کونړ د پوليس چارواکو خبريالانو ته ويلي په دغه جګړه کې ۲۲ داعشيان او درې حکومتي سرتيري وژل شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت امریکا غږ ته ويلي چې د داعش وسله والو په سیمه ییزو پاڅون کوونکو او یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ته پکې درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

د کونړ ولایت د عامې روغتیا چارواکو ويلي چې تر اوسه د اسداباد مرکزي روغتون او د څوکۍ روغتیايي مرکز ته درې مړي او نهه ژوبل راوړل شوي دي چې ټول پوځيان دي.

هغه وايي چې د ژوبلو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

د داعش سره جګړه د دېوه ګل په دره کې روانه ده.

د سیمې د اوسېدونکو په وېنا چې اوس هم سخته جګړه روانه ده او داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې له پاڅون کوونکو څخه ځینې سیمې نیولي دي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د څوکۍ په دیوه ګل دره کې یوه میاشت وړاندې هم افغان ځواکونو د داعش پر وړاندې عملیات کړي او يو شمېر سیمې یې ونیولې چې وروسته پکې افغان سرتیرو او ځايي پاڅونوالو پوستې هم جوړې کړې وې.

د افغانستان په ختيځ کې پرتو سيمو کې د تېرې اوږدې مودې راهسې داعش شتون لري او وخت په وخت يې پرضد افغان او نړیوالو ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات کړي خو داعش دغلته بيا هم فعاليتونه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG